Post Image

په انګلستان کې د معلولینو د نړیوالو لوبو په لړ کې د افغانستان معلولینو لوبډلې خپله دویمه لوبه له پاکستان څخه وګټله.
په دغه لوبه کې افغانستان لومړی بېټېنګ کړی او په ټاکل شویو ۱۶ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره  ۱۴۲ منډې جوړې کړې. خو د پاکستان لوبډلې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یواځې ۱۱۶ منډې وکړې. 
د یادونې ده چې لوبه د ۲۰ اورونو نه د باران له کبله ۱۶ اورونو ته کمه شوې وه.
د افغانستان له خوا احمدالله احمدزي په ۳۶ توپونو د درې شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ ۶۰ منډې او  همداراز جمیل شاه مندوزي په ۳۷ توپونو ۴۷  منډې جوړې کړې. د توپ اچونې په برخه کې بیا  شیرین آغا ښه وځلېد او په څلورو اورونو کې یې څلور لوبغاړي وسوځول او یواځې ۲۷ منډې یې ورکړې چې د لوبې غوړه لوبغاړی هم شو.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دې مخکې  بنګله دېش ته هم ماتې ورکړې وه او د دې دوو بریاوو سره د دې لوبو د جدول لومړي مقام خپل کړ.
ټاکل شوې افغانستان په خپله دریمه لوبه کې نن د کوربه هېواد انګلستان پر وړاندې د سیالی ډګر ته ووځي.
بلې خوا  د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان هم د معلولینو ملي لوبډلې د هڅونې او ملاتړ په موخه هلته ورغلی.
د یادونې ده چې د معلولینو د کرکټ نړیوالې لوبې د اګست میاشتې په ۵مه نېټه د انګلستان،  هندوستان، پاکستان،  بنګله دېش او افغانستان ترمنځ پیل شوي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب