Post Image

د ماشومانو له لورې د ځیرکو ټلیفونونو کارول داسې دي لکه په ورځ کې چې په یوه ګرام کوکائینو او یا یوه پیاله شرابو روږدې وي.

دا خبره په لندن کې د یوه کلینیک د ماشومانو څانګې متخصصې «مندي سالي ګار» کړې ده. نوموړې وايي چې دا ټکي یې د یوې سروې په ترڅ کې موندلې دي.

د سالي ګار په خبره، کورنۍ هغو مواردو ته پاملرنه نه‌کوي چې د ماشومانو پر دماغي سیستم په مستقیمه  توګه اغېزه لري.

« د ماشومانو له لوري د ځیرکو ټلیفونونو استعمال تر نشه‌يي او الکولي توکو ډېرې مخربې اغېزې لري.»

دا موارد په هغې سروې کې جوت شوي چې په ځیرکو ټلیفونونو د زده‌کوونکو اعتیاد په اړه د هغوی له ښوونکو څخه پوښتنې شوې دي.

  د ۱۵۰۰ښوونکو له ډلې ډېریو یې ویلي، د دوی زده‌کوونکي چې شپږ سلنه یې د لومړنیو ښوونځیو شاګردان دي، د جنسي اړتیاوو له محتویاتو خبر دي او دا تر شرابو او کوکائینو زیات د ماشومانو پر ذهن اغېز پریباسي.

سروې د نتیجه‌ګیرۍ په برخه کې تر ۱۸کلونو کم‌عمره ماشومانو لپاره د ځیرک ټلیفونونو کارول؛ په تېره بیا چې له نټ سره وصل وي، مضر بللي دي.

مېرمن سالي ګار او ټیم یې د همدغو موندنو پر اساس وړاندیز کوي چې ماشومان دې ځیرک ټلیفونونه د کورنۍ تر پوره څارنې په مشخصو وختونو کې وکاروي.

شریک کړئ

ورته مطالب