Post Image

د استعمار سیاسي ریښه په کاپیټالېزم او جغرافیوي ریښه د ۱۷مې پېړۍ په اروپا کې ده چې د وخت برېتانیه یې علمبرداره وه. د شلمې پېړۍ په پيل کې امریکا ورسره ملګرې شوه خو د برېتانوي او امریکايي‌ استعمار ترمېنځ یو مهم توپیر هم شته دی چې لږ وروسته به یې درته تشرېح کړم. ددې لیکنې اصلي موضوع د ځوان نسل د فکري او فرهنګي تذبذب او د حقارت پر احساس را څرخي چې زموږ اوسنی ځوان نسل پرې اخته دی. په لیکنه کې لومړی ددې چارې سیاسي، تاریخي او فرهنګي ریښې ته پاملرنه شوې او بیا د ټرمپ د څرګندونو په محور کې پر اوسنیو چارو بحث شوی دی.

برېتانیا په ۱۸مه او ۱۹مه پېړۍ کې د نړیوال کاپیټالیزم د علمبردار هېواد په توګه نږدې تولې نړۍ ته د امپریالیزم په واسطه د خپلو تولیداتو سره کاپیټالیستي ارزښتونه هم انتقال کړل او په مقابل کې یې له مستعمراتو خام مواد، کانونه او همداراز د ځايي خلکو فکر او فرهنګ لوټ کړل. که مو پام کړی وي د مستعمراتو سره د برېتانیا راکړه ورکړه پر دوو اساساتو ولاړه وه چې یو یې مادي اساس دی او بل یې معنوي.

مادي راکړه ورکړه دا وه چې دوی به د لندن او مانچستر په فابریکو کې تولید شوي مالونه مستعمراتو ته راوړل او په مقابل کې به یې له مستعمراتو خام زراعتي مواد، کانونه او بشري قوه «غلامان» بېرته اروپا ته وړل. ددې ترڅنګ هغه مهال معنوي راکړه ورکړه هم کېدله. پدې اساس استعماري ځواکونو له ځانونو سره د خپلو تولیداتو تر څنګ هغه فکر او فرهنګ چې د کاپیټالیستي ارزښتونو استازیتوب به یې کولو، هم له ځانه سره مستعمراتو ته وړلو او په مقابل کې به یې د ځايي‌ خلکو بومي فکر او فرهنګ لوټلو. ددې مسئلې د لا ښه وضاحت لپاره په افریقا کې د کېنیا د هېواد د خپلواکۍ د نامتو مبارز جومو کینیاتا (۱۸۹۴- ۱۹۷۸) دغې مشهورې وجیزې ته پاملرنه وکړئ چې د کېنیا سره  د اروپايي‌ امپریالیستانو چلند په کې خلاصه کېږي:

« لوېدیځوال مبشرین چې کله دلته راغلل نو د هغوی په لاس کې انجیل او زموږ په لاس کې  ښېرازه ځمکې او خاوره وه. موږ ته یې په پټو سترګو د دعا کولو چل وښود. کله مو چې سترګې پرانیستلې، زموږ له لاسه یې خاوره اخیستې وه او انجیل یې راته په کې ایښی و.»

په بل ساده عبارت؛

برېتانیا  به چې کله کوم هېواد ونیولو، لومړني اجراآت به یې دا وو چې د ځايي خلکو په فکر او فرهنګ کې دا پیچکاري کړي چې دوی «وحشي، غیرمتمدن، بېکاره او په خیالونو، دودونو، خرافاتي کوډونو او نورو چارو کې ډوب دي» او برېتانیا د نوي تمدن سره د دوی د آشنا کولو لپاره راغلې ده.

یعنې استعمار به ویل چې تاسې یې نشئ کولای! که کتاب او قلم غواړئ، موږ یې درکوو. که ښونځی او اداره غواړئ، موږ یې در جوړوو. خلاصه که اوردو او نظام غواړئ، موږ مو په خدمت کې یو. تاسې یواځې زموږ سره مرسته وکړئ! دا ایډیولوژیک تکتیک ددې سبب شو چې بلاخره ځايي خلک به یې دې ته قانع کړل چې له برېتانیا پرته د دوی پرمختګ ناشونی دی.

دا د خود کمبینۍ، ذلت، حقارت او بېګانه پرورۍ احساس د فکري – فرهنګي استعمار ریښې وې چې سیاسي او اقتصادي استعمار ته یې لار پرانیستله.  د هند، افریقا او منځني ختیځ د هېوادونو د معاصر تاریخ خلاصه همدا ده.

د ګاندي  او منډېلا په ګډون یو شمېر هوښیارو لیډرانو د ملي تفکر او ځانباورۍ فرهنګ ته پاملرنه وکړه. مثلاً ګاندي نور هېڅ نه دي کړي. یواځې یې دومره وکړل چې د هندیانو مهمه برخه یې دې ته قانع کړه چې تاسې له برېتانیا پرته هم هر څه کولای شئ! همدا انقلاب و چې تېره ورځ هند سپوږمۍ ته راکټ ولېږلو. دا  فکري انقلاب هغه څه و چې شاه امان الله په کې ناکام شو.

په شلمه پېړۍ کې د برېتانیا او په ټوله کې له نړۍ د د اروپا د سیاسي - اقتصادي استعمار ټغر ټول شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایله کې امریکا د یو نوي نړیوال زبرځواک په توګه را څرګنده شوه او د کاپیټالیزم علمبرداري هم له برېتانیا امریکا ته ور تر غاړې شوه.  پدې ډول د زمان او مکان د شرایطو سره سم امریکايي استعمار له برېتانوي استعمار سره توپیر درلود.

امریکا د کاپیټالیستي ارزښتونو د پروپاګند او دفاع لپاره د توپ او ټانک تر څنګ له یوې بلې وسلې هم کار واخیست. د نرم ځواک اصطلاح که مو اورېدلې وي، معنا یې همدا ده. امریکا د مېډیا او هنر په واسطه خپل حاکم فرهنګي کوډونه د نړۍ په ملتونو کې پېچګاري کړل. د امریکايي تمدن، ورځني ژوند، کار او زحمت، مالي، اداري او نظامي سیستم په اړه یې د هالیوډ، پاپ موسیقۍ، موډ او فېشن، علمي او ساینسي پرمختګونو په واسطه عامه نړیوال اذهان دې ته قانع کړل چې د امریکايي فرهنګ د ارزښتونو پرته د پرمختګ بله لار نشته دی.

امریکایانو د  برېتانویانو په څېر خلکو ته دا ونه ویل چې تاسې یې نشئ کولای! برعکس د دوی شعار دا دی چې تاسې یې هم کولای شئ! په دې شرط چې د یو امریکايي‌ په څېر فکر وکړئ. دا فکر د نرم ځواک په واسطه انتقالېږي چې مېډیا او فرهنګ یې استازیتوب کوي او تاسې ټول په خپلو کورونو کې ټلوېزیونونه، راډیوګانې او دا دی اوس انټرنېټ او سوشیل مېډیا لرئ چې پوه شئ چې امریکا چېرې رسېدلې  او څنګه رسېدلې ده؟

را به شو اوسني افغانستان ته!

د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا حضور، په خپله د امریکایانو لپاره په یوې لویې فکري – فرهنګي ستونزې بدل شوی. دا ستونزه د افغانانواو په تېره بیا په اقتدار کې د حاکم ذهنیت په تل کې د برېتانیا د فکري – فرهنګي استعمار له پاتې شونو سرچینه اخلي.  د افغانانو ترمېنځ لا اوس هم د برېتانوي فرهنګي – فکري استعمار نښې نښانې لیدل کېږي. مثلاً لا اوس هم یو زیات شمېر افغانان فکر کوي له بهرنیانو پرته دوی هېڅ نشي کولای. په تېرو ۱۸ کلونو کې امریکایانو پدې برخه کې دومره ډېره پانګونه وکړه تر څو افغاني ذهنیت دې ته قانع کړي چې دوی باید پخپله لاس په کار شي او امریکا یواځې ورسره مرسته کوي. له انګریزي استعماره اغېزمن شوي افغاني ذهنیت قسم کړی چې په والله که را ویښ شي.

 له پاکستان سره چې د امریکا تر حمایت لاندې یې پرمختګ کړی دی، د افغانستان توپیر دا دی چې هغوی له امریکا پېسې واخیستلې خو بنسټونه یې په خپلو لاسونو جوړ کړل.  د پاکستان اسټپلېشمنټ دې ته متوجه شوی چې امریکا په یواځې ځان دوی ته څه نشي کولای. دا دوی چې باید په خپله لاس په کار شي. خو په تېرو ۱۸ کلونو کې پر افغانستان حاکم ذهنیت بیا هم له امریکایانو پېسې غواړي او هم ورته وايي چې هېواد به راته جوړوې. ټول پوهېږي چې دا چاره به تر قیامته دوام ونکړي خو زموږ سیاسي مشران لکه شیر سوخته ماشومان د امریکا په تیانو پورې نښتي دي.

هر ځل چې له امریکا سره مو جنجال پېښ شي، یو شمېر لوستي ځوانان پدې تشویش کې وي چې له امریکا سره تقابل د غر سره ډغرې وهل دي. بیا شروع کړي چې صېبه اوردو ته دې دومره پېسې ورکوي او پولیسو ته دې دومره. که امریکا نه وي نظام شپږ میاشتې دوام نشي کولای. یو شمېر نور خواخوږي ساده ګان بیا پدې تشویش کې دي چې د امریکا غواړي چې موږ لاس تړلي پاکستان ته تسلیم کړي. په امریکا کې د امنیت د شورا د رئیس ډاکټر محب په دریځ باندې له نیوکو نیولې دا دی اوس د ټرمپ د څرګندونو پورې زموږ په سیاسي فضا کې یو مرموز تشویش حاکم دی. دې مرموز تشویش سوله او ټاکنې دواړه یرغملې کړي دي. ددې علت دا دی چې زموږ ځوان نسل سیاستوال نه بلکې سیاستځپلی دی.

حللاره څه ده؟

ځوان نسل باید پدې پوه شي چې د هېواد خاوره خام پنېر نه دی چې د سر چوک پر تبنګ خرڅلاوی ته وړاندې شوې او که خرڅه نشي‌ نو مازیګر ته د خرابېدلو امکان یې شته دی. که چېرې د اماني دورې پر مهال په افغانانو کې د ځانباورۍ او مالکیت احساس پیاوړی شوی وای، نن به زموږ ځوان نسل دا ډول فکر نه کولو. ځکه خو د دولت جوړونې او ملت جوړونې په برخه کې د شاه امان الله د ناتمام فصل تمامول ددې نسل مسئولیت دی. ځوانان باید پدې پوه شي چې ددې خاورې اصلي مالکین همدوی دي. که مري او که چوي دا خاوره دوی ته پاتې ده. ددې خاورې د مالکیت احساس باید په خپلو رګونو کې محسوس کړي. ددې ترڅنګ ځوان نسل باید پدې باوري شي چې موږ یې کولای شو! حتا له امریکا پرته یې هم موږ کولای شو. پرته له دې چې فکر وکړو چې په ارګ کې څوک ناست دی، ددې خاورې د مالکیت احساس باید په موږ کې ژوندی وي. دا ټول د ځانباورۍ او له ژونده سره د مینې له لارې کېږي. شخصاً افتخار کوم چې د یو ځوان په صفت د اماني ارمان د پوره کولو مسئولیت ماته را سپارل شوی دی. وېره نه لرم او پر ځان او ځوان نسل پوره باور لرم. 

دا چې ټرمپ څه وویل؟ عمران خان څه پلان لري؟ د سولې خبرې به څنګه شي؟ ټاکنې کېږي او کنه؟ امریکا پاتې کېږي او که وځي ...؟

 دا ټول زما لپاره حاشیه ده.

زما لپاره وطن جنت نشان دی...

شریک کړئ

ورته مطالب