Post Image

د لوګر ولايت ځايي چارواکي وايي، وسله‌وال طالبانو نن غرمه د ياد ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کې د پکتيا ولايت د استيناف محکې درې قاضيان او يو مامور وژلي دي.

د لوګر والي وياند عبدالله حسرت په دې اړه افغانیې ته وويل:

«وژل شوو کې درې قاضيان نورالله قرباني، زين‌الله حافظي او محمد ايمل نومېږي او بل د ښځو پر وړاندې اجرئيه مامور سيد کبیر شامل دي.»

نوموړي زیاته کړې چې ياد کسان د جمعې ورځې د رخصتۍ په‌پار له پکتيا ولايت څخه کابل ته روان ول چې په لويه لاره کې پرې بريد شوی دی.

د حسرت په خبره، دا بريد د وسله‌والو طالبانو له لوري شوی دی

شریک کړئ

ورته مطالب