Post Image

په افغانستان او عراق کې پخواني جنګېدلي امريکايي سرتېري وايي، په دې هېوادونو کې د امريکا جګړه بې‌ارزښته وه.

د امريکايي پيو څېړنيز مرکز د وروستۍ سروې له مخې، پخواني امريکايي سرتېري وايي، په افغانستان کې د امريکا ۱۸ کلنه او په عراق کې ۱۶ کلنه جګړه بې‌ګټې وه او پر دې نه ارزېده چې دوی هلته وجنګېږي.

د دې سروې پر بنسټ، د امريکا ۶۴ په سلو کې پخواني سرتېري باوري دي چې په عراق د امريکا بريد او هلته ۱۶ کاله جګړه او لګښتونه بې‌ګټې و، خو ۳۳ سلنه يې بيا فکر کوي چې امريکا سم کار کړی دی.

له بل لوري د امريکا ۵۸ سلنه پخواني سرتېري باوري دي چې په افغانستان کې جګړه ناسم کار و او په دې نه ارزېده چې دوی هلته وجنګېږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امريکا ۵۹ سلنه وګړو هم باور درلود چې په افغانستان کې د دوی جګړه بې‌ګټې ده.

په دې سروې کې د هرو لسو ګډون‌کوونکو  له منځه څلورو يې د دې جګړو ملاتړ کړی دی.

له بل لوري په سوريه کې د امريکا د پوځي ښکېلتيا په تړاو هم د امريکايي سرتېرو نظر منفي دی. يوازې ۴۲ په سلو کې امريکايي پخواني سرتېري باور لري چې په سوريه کې د امريکا پوځي حضور ښه دی، خو ۵۵ نور بيا دا کار بې‌ارزښته ګڼي.

خو د امريکا خلک بيا د سوريې په تړاو د خپلو پوځيانو په پرتله هم ډېر منفي نظر لري. د دوی ۵۸ په سلو کې په سوريه کې د امريکا پوځي ښکېلتيا بې‌ګټې ګڼي.

 

 

 

 

شریک کړئ

ورته مطالب