Post Image

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، په کندوز ښار د طالبانو برید وښوده چې دا ډله سولې ته ژمنه نه ده او لاهم په جګړې ټینګار کوي.

صدیق صدیقي وویل، طالبان له یوې خوا په دوحه کې د سولې خبرې مخته وړي او له بلي خوا دلته په افغانستان کې وسله‌وال بردیونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، په کندوز ښارد طالبانو برید له افغانانو سره د دې ډلې ښکاره دښمنې ده.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، طالبان په هغو سیمو کې ځای پر ځای شوي چې هلته ملکي وګړې مېشت دي. په خبره یې:

«امنیتي ځواکونه له همدې کبله په عملیاتو کې له خورا دقت څخه کار اخلي چې ملکي وګړي زیانمن نه شي.»

ښاغلي صدیقي همداراز وویل، د طالبانو وروستي بریدونه په دوحه کې د دې ډلې د مشرانو له خبرو سره په تضاد کې دي.

تیره شپه ۱:۳۰ دقیقې وسله والو طالبانو د کندوز پر ښار له څلورو خواو څخه سخته جګړه پیل کړه چې د افغان چارواکو په وینا اوس هم روانه ده.

طالبانو د کندوز د ښار جنوب لور ته د سه درک، لویدیځ لورته د خاکنۍ، شمال لور ته د بالاحصار او ختیځ لور ته د چله مزار په سیمو کې د پولیسو او ملي اردو پر امنیتي تاسیساتو بریدونه پیل کړل.

د کندوز امنیه قومندان سمونوال منظور ستانکزي انسان نیوز ډېسک ته وویل، طالبانو په کندوز ښار له څلور خواوو بریدونه پیل کړل، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

بلخوا طالبانو ادعا کړې چې د کندوز ښار ګڼې سیمې یې نیولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر یوه ویډیو هم خپره کړې چې د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري طالبانو ته تسلیمیږي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت هم یوه ویډیو خپره کړې چې امنیتي ځواکونه په ښار کې په جګړه بوخت دي او په سیمه کې تلاشي کوي.

په کندوز ښار د طالبانو برید پر داسې مهال دی چې د قطر په دوحه کې د امریکایي استازو سره سولې نهم پړاو خبرې نهمې ورځې ته وغځېدي او تمه ده چې نن ورځ به پای ته ورسیږي.

شریک کړئ

ورته مطالب