Post Image

د نړيوال جام د لوبو په لړ کې نن سه شنبې هند د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان د برېمنګهام ښار په ډې اېډبېسټون کرکټ لوبغالي کې کېږي.

هند لوبډلې تر دې مهاله اووه لوبې کړې چې پنځه لوبې یې ګټلې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سويلي افريقا ، دويمه له اسټراليا، درېيمه له پاکستان، څلورمه لوبه له افغانستان او خپله پنځمه لوبه له ویسټ‌انډيز څخه ګټلې او شپږم لوبه یې انګلستان ته بایللې او اوومه لوبه یې د باران  ورېدو له کبله له نيوزيلنډ سره مساوي  شوې.

له بل لوري بنګله‌دېش هم اووه لوبې کړې چې يوازې درې یې ګټلې، درې لوبې يې بايللې او يوه یې د باران له کبله مساوي شوې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سويلي افريقا، دويمه له ويسټ‌انډيز او خپله درېيمه لوبه له افغانستان څخه وګټله او څلورمه لوبه یې نيوزيلنډ، پنځمه انګلستان او شپږمه لوبه یې اسټراليا ته وبايلله او اوومه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له سرېلانکا لوبډلې سره مساوي شوه.

په نننۍ لوبه کې د هند په لوبډله کې له لوبډل‌مشر ويراټ کوهلي، روهېت شرما، جېسپرايټ، محمد شمي او يوزويندرا چاهال څخه  د ښې توپوهنې او توپ اچونې تمه کېږي.

له بل لوري په د بنګله‌دېش په لوبډله کې له شکېب‌الحسن، مشفيق‌الرحيم، لېټون ډاس، محمد سیف‌الدين او مستفیظ ‌الرحمن څخه د ښې لوبې تمه کېږي.

د هند له لوري روهېت شرما هغه توپ وهونکی دی چې په اووه لوبو کې یې ۴۴۰ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې محمد شمي  بيا ۱۳ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري د بنګله‌دېش په لوبډله کې بيا شکېب‌الحسن په اووه لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۷۶ منډې جوړې کړې او په توپ‌اچونه کې بيا ۱۰ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري هند په نړيوال جام کې بیا هغه لوبډله ده چې په خپل نوملړ کې د پياوړو توپ‌وهونکو او  توپ اچونکو ترڅنګ د نړۍ په کچه لومړی درجه توپ وهونکی (ويراټ کوهلي) او لومړی درجه تېز توپ اچونکی (جسپرېټ بومرا) لري.

هندۍ لوبډلې په وروستيو پنځو يو ورځنيو لوبو کې درې لوبې ګټلې، يوه یې بايللې او بله یې د باران ورېدو له کبله مساوي شوې خو بنګله‌دېشۍ لوبډلې بيا دوه لوبې ګټلې، دوه لوبې یې بايللې او بله یې د باران ورېدو له کبله مساوي شوې.

هند هغه لوبډله ده چې د نړيوال جام نيمه پای لوبې ته یې لار موندلې خو بنګله‌دېش لوبډله بيا ډېر کم چانس لري چې نيمه پای لوبې ته لار پيدا کړي.

د نړيوال جام د روانو سياليو په درجه بندۍ کې هند په دويم او بنګله‌دېش بیا په اووم ځای کې دی.

د سرېلانکا لوبډله له اووه لوبو وروسته ۱۱ نمرې (پواينټونه) او بنګله‌دېش لوبډله بیا په اووه لوبو کې ۷ نمرې (پواينټونه) لري.

په روان نړيوال جام کې د هندۍ لوبډلې نېچرل رنرېټ په اووه لوبو کې (+0,854) او د بنګله‌دېش لوبډلې نېچرل رنرېټ بیا (-0,133) دی.

هندۍ لوبډلې تر اوسه دوه ځلې نړيوال جام ګټلی او سږکال هم د نړيوال جام ګټلو ته نومانده ده خو بنګله‌دېش لوبډلې بيا تر اوسه نړيوال جام نه دی ګټلی.

د يادونې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې هند دويم او بنګله‌دېش بيا اووم مقام لري.

 

شریک کړئ

ورته مطالب