Post Image

د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار موندنې ښيي چې د کابو ۸.۶۴ میلیارده ډالرو د مصرف باوجود افغانستان لاهم د نړۍ په کچه د اپینو ستر تولیدوونکی هېواد دی. دا هم باید هیره نه‌شي چې د دغو موادو یوه لویه برخه په هېواد کې دننه مصرفېږي او هر کال د معتادینو په شمېر کې لږ تر لږه پنځه سلنه زیاتوالی رامنځ ته کوي.

د نشه‌یي توکو او جرایمو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، په ۲۰۱۸میلادي کال کې افغانستان ۶نیم زره ټنه اپین تولید کړی وو. دا اپین له ۳۲۸زره هکټاره ځمکې ترلاسه شوی وو. د ملګرو ملتونو مبارزې دفتر د معلوماتو له مخې هرکال د افغانستان په جنوب کې ۶۹سلنه، په لویدیځ ۱۲سلنه، په ختیخ کې ۸سلنه او په شمال کې ۴سلنه ځمکو باندې کوکنارل کېږي.

په ۱۹۹۴میلادي کال کې په ۷۱زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل کېدل. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا کچه ۵۷زره هکټارو ته راښکته شوه او په ۲۰۰۱میلادي کال کې بیا یوازې په  ۸زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

زموږ همکار منصور یوسفزي په لاندې راپور کې د معتادینو زیاتوالي عوامل او د درملنې امکانات څېړلي او تر څنګ یې د څو تنو معتادینو کیسې رااخیسې دي:

 

 

د معتادینو کلنی زیاتوالی

د عامې روغتيا وزارت شمېرې ښيي چې هر کال په مخدره توکو د اخته کسانو په شمېر کې لږ تر لږه ۵سلنه زیاتوالی راځي.

اوسنۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ۳تر ۳.۵میلیونه افغانان په نشه‌يي توکو روږدي دي. 

په دې کې ۱.۴میلیونه دایمي معتادین ګڼل کېږي او ۲.۲میلیونه یې بیا یو ډول له نشه‌يي توکو متاثره دي.

په دې ۳نیم میلیونه معتادینو کې کابو ۸۵۰زه یې ښځې او ۱۱۰زره یې ماشومان ښودل کېږي.

د نشه‌يي توکو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په روږدو کې یو میلیون یې له ۱۸کلونو کم عمره افراد دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار نشه‌يي توکو ته د روږدو کسانو اسانه لاسرسی د روږدېدو د زیاتوالي عمده لامل بولي. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

 «هر کال په مخدره توکو د اخته کسانو په شمېر کې پنځه سلنه زیاتوالی راځي، موږ د درملنې له لارې د اعتیاد مخه نه‌شو نیولی. ځکه په افغانستان کې په پراخه کچه نشه‌يي توکي تولیدېږي او نړیواله مافیا له دې لارې په میلیاردونو ډالره جیب ته کوي.»

د مایار په خبره فقر او بې‌روزګاري هغه بل عامل دی چې په افغانستان کې یې اعتیاد ته لمن وهلې. نوموړي په دې اړه زیاته کړه:

«ډېر داسې معتادين شته چې درملنه یې شوې، خو د بې‌روزګارۍ له امله بیا ورباندې روږدې شوې دي.»

په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر داسې مهال په ډېرېدو دی چې په ۲۰۰۶میلادي کال کې د ټول هېواد په کچه ۹۲۰زره معتادینو شتون درلود. هغه مهال د دغې شمېرې ۷فیصده ماشومان او ۱۳سلنه یې ښځې ښودل کېدې.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین په ورته وخت کې وايي چې په اوس وخت کې وزارت او نورې مرستندویه ټولنې د شاوخوا ۲۱۰دولتي او خصوصي مراکزو له لارې هر کال د ۴۰زره معتادینو د درملنې ظرفت لري چې په راتلونکې کې به دغه ظرفیت تر ۴۵زره پورې ورسېږي.

 

تر ارتل پله لاندې نارغېدلی بابا

۶۵کلن خواجه محمد ابراهیم د نشه‌يي توکو دلاسه ارتل پله ته پناه وړې ده. نوموړي له ۴۵کلنۍ راهیسې نشه‌يي توکي کاروي. ابراهیم ۸ځله په روغتون کې بستر شوی، خو په خبره یې بې‌روزګارۍ نشې ته ور په مخه کړی دی.

ابراهیم هره ورځ د شاوخوا ۲۰۰افغانیو په ارزښت پوډر وهي. د پوډرو هره پوړۍ له ۵۰تر ۱۵۰افغانۍ قیمت لري. ابراهیم اکا وايي چې خلک ورسره د دې لپاره د پیسو مرسته کوي چې د پوډرو د نشت له امله ونه‌مري.

دا سړی اصلاً په ایران کې د مزدورۍ پرمهال په تریاکو روږدی شوی و، خو هېواد ته په راستنېدو یې په پوډرو بنا کړې، هغه وايي:

«کورنۍ لرم، لوڼې او زامن مې دي، خو نشې بې کوره کړی یم او دغلته د پله لاندې یوازې ژوند کوم، اوړی مو تودوخه سیزي او ژمی مې یخني او واوره.»

 

رغېدلې نجلۍ او هلک

فینکس په کابل کې د معتادینو درملنې تر ټولو لوی مرکز دی. دا مرکز په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو مشهور کمپ و، خو له تېرو شاوخوا دوه‌نیمو یا درېوو کلونو راهیسې په کې د معتادینو درملنه کېږي.

رویا هغه رنځېدلې پیغله ده چې په همدغه مرکز کې یې درملنه شوې. نوموړې وايي چې پلار یې نشې خوړلی، خو له دې سره بخت یاري کړې چې په دغه مرکز ورپېښه شوه. نوموړې زیاتوي:

«ما څو کاله مخکې د نورو معتادینو په څېر پل‌سوخته ته پناه وړې وه، خو پولیس راغلل او له نورو کسانو سره یې یو ځای ونیولم او دغه کمپ ته یې راوستم.»

رویا وايي چې کابو ۴۰ورځې یې په عملي توګه درملنه شوې او بیا تر شپږو میاشتو پورې د مرکز کارکوونکو له لوري تعقیب شوې چې بېرته نشه پیل نه‌کړي:

«اوس داسې انګېرم چې ګواکې دوباره زېږېدلې یم.»

د معتادینو د درملنې په دغه مرکز کې نه‌یوازې د نشې اغېزې له منځه ځي، بلکې رغېدلو ته کار او کسب هم ور زده کېږي. رویا په دغه مرکز کې خیاطي زده‌کړې او اوس له دې لارې خپله ګوزاره کوي او پر کور یې د خیاطۍ لوحه ځړېږي.

ضمیر بیا هغه ۲۸کلن زلمی دی چې د رویا په څېر ده هم نشه پرېښې ده. نوموړی وايي، کار او کسب او سرمایه یې نشې ترې ولوټله او د ورځې خرچې لپاره به یې یوه او بل ته لاس اوږد وو.

«اوس د خدای شکر دی ښه یم، چاته مې پورته نه‌شول کتلی. پلار او تره مې د معتادینو په یوه شخصي کلینیک کې بستر کړم، او اوس رک او روغم یم.»

ضمیر دوې لوڼې هم لري او نن سبا تر بل هر چا له هغوی سره مینه کوي او وخت ناوخت یې عکسونه په فیسبوک کې خپروي.

«باور وکړه له مېرمنې او لوڼو مې بیخي ناخبره وم، د خدای شکر دی اوس زما ټول ژوند په دوی پورې تړلی دی. اوس کوښښ کوم چې ښه وم او د دوی د راتلونکې لپاره کار او زیار وباسم، ټولې هیلې مې له دوی سره غوټه دي.»

شریک کړئ

ورته مطالب