Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر شوبهم چوهدري ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه د هڅو د تقدیرولو په خاطر د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

په دغو مراسمو کې لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست.

ولسمشر غني د یاد مډال له ورکړې وروسته په افغانستان کې د مهمو پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې د ښاغلي شوبهم چوهدري د ریښتینو او موثرو هڅو مننه وکړه او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

دغه راز ښاغلي چوهدري د مډال پر اخیستو او په افغانستان کې پر خپل ماموریت د خوښي د څرګندولو ترڅنګ جمهوررئیس غني ته  په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د افغانستان د اقتصادي او زیربنایي ودې په برخو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

شریک کړئ

ورته مطالب