Post Image

په اسلام اباد کې چارواکو ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له طالب استازو سره ګوري.

پاکستاني رسنیو د عمران یوه سلاکار نعیم الحق له قوله ویلي، ټاکل شوې عمران به په روانه جولای میاشت کې د طالبانو له یو شمېر استازو سره خبرې وکړي.

نعیم الحق ویلي، له طالبانو سره د ښاغلي خان دا لیدنه د افغانستان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته تر سره کیږي.

همداراز په اسلام اباد کې افغان چارواکو ویلي، له طالبانو سره د پاکستان دا کتنه افغان حکومت سره په تفاهم کې کیږي او ټاکل شوې، او وروسته به یې جزیات له افغان حکومت سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د عمران خان او طالبانو تر منځ کتنه داسې مهال لغوه شوه چې افغان حکومت پاکستان ته د طالب استازو په سفر نیوکه وکړه.

شریک کړئ

ورته مطالب