Post Image

ولسمشرۍ ماڼۍ انګلستان ته د ولسمشر غني سفر او هلته د افغانستان او انګلستان لوبې د نندارې په تړاو په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د ولسمشر وياند مرستيالې درانۍ جاويد وزیري انسان نيوز ډېسک ته وويل، تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

«هر کله چې نهايي پرېکړه وشوه، موږ به یې له هېوادوالو سره شريکه کړو، خو اوس په دې اړه څه نه‌شو ويلی چې ولسمشر ياد هېواد ته ځي او که نه.»

مخکې په ټولنيزو رسنيو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې ولسمشر غني راتلونکې اوونۍ انګلستان ته سفر کوي او په پام کې ده چې هلته په نړيوالو سياليو کې د انګلستان او افغانستان د کرکټ لوبه له نږدې وګوري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان میلادي کال د جون په ۱۸مه د انګلستان لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

شریک کړئ

ورته مطالب