Post Image

د افغانستان ۱۶کلنو تنکيو ځوانانو فوټبال لوبډله د مرکزي اسيا فوټبال سياليو په ترڅ کې نن د شپې اته بجې له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته وځي.

د مرکزي اسيا فوټبال سيالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو لوبډلو (افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ايران) ترمنځ د تاجکستان هېواد په کوربه‌توب د تېرې جولای مياشتې په ۲۶مه پيل شوي دي.

افغانستان تر اوسه څلور لوبې کړې. ايران او ترکمنستان ته یې ماته ورکړې، له ازبکستان څخه یې ماته خوړلې او قرغزستان سره یې لوبه مساوي پای ته رسېدلې.

د يادونې وړ ده چې په دې سياليو کې د افغانستان په استازیتوب حليم اقا شېرزاد او ننګيالي سادات د لوبڅارانو په توګه ګډون کړی.

شریک کړئ

ورته مطالب