Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني میر رحمان رحماني ته د پارلمان د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو ته چې د دې بنسټ د نوي رئیس په ټاکلو کې يې فعاله ونډه لرله او د ولسواکۍ اصل یې نندارې ته وړاندې کړ، د بریا هیله کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي:

« هیله لرم د هېواد درې ګونې قواوې د اساسي قانون په رڼا کې او یوه بل سره د همکارۍ په روحیه، خلکو  ته د خدمت او د هېواد د پرمختګ په برخه کې  لا زیاتې هڅې وکړي.»

د ولسي جرګې ریاست په څلورم پړاو ټاکنو کې میر رحماني رحماني د ۱۳۶ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.

د ولسي جرګې په نننيو ټاکنو کې د میررحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې وشوې. په دغو ټاکنو کې رحماني ۱۳۶ رأیې او خان محمد وردګ ۹۶ رأیې ترلاسه کړې.

میررحمان رحماني تر دې وړاندې له کمال ناصر اصولي سره ټاکنو ته ولاړ و چې د ۱۲۳ رايو په ترلاسه کولو سره ونه‌توانېد بريالی شي.

 

شریک کړئ

ورته مطالب