Post Image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غزنین کلا(قلعه غزنین) برج به تر سروې او ارزونې وروسته ورغول شي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند انسان نیوز ډېسک ته وویل چې په دې اړه دوی بیړنۍ غونډه کړې او دېر ژر به د وزارت یو پلاوی غزني ته لاړ شي.

نوموړی وايي:

«دا برج پرون ونړېد، لامل یې وروستي ورښتونه، د برج تر څنګ د لوړ تناژ موټرو تګ راتګ، جګړه او چاودنې دي.»

مومند زیاتوي چې د دغه برج په رغونه په ۲۰۱۳میلادي کال کې هم یو میلیون یورو لګول شوې وې.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر محمدي هم د دغه برج د نړېدو عمده لامل وروستي ورښتونه او دوامدارې جګړې بولي. نوموړی وايي:

«په وروستیو جګړو کې په دغه برج د درنو وسلو مرمۍ ولګېدې، ورښتونو هم زیانمن کړی و.»

غزنین کلا د غزني ښار د بالاحصار په غره باندې جوړه شوې او د شاوخوا ۲۰۰۰کاله لرغونتوب په درلودو سره د باختریانو زمانې یادګار ګڼل کېږي.

غزني د هغو ښارونو له ډلې دی چې د لرغونو ابدو او اثارو د لرلو له امله په ۲۰۱۳م کال کې د نړۍ اسلامي ثقافت مرکز ونومول شو.

ولسمشر غني غزني ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې بالاحصار او غزنین کلا به په اساسي ډول رغوي.

په غزني کې د غزنین کلا د برج تر نړېدو دمخه په غور کې د جام منار هم د ورښتونو او سیلابونو له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخ شوی و، خو د حکومت له لوري پر وخت اقدامات لامل شول چې وژغورل شي.

شریک کړئ

ورته مطالب