Post Image

د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د شل اووريزو لوبو د توپ اچوونکو په نوې درجه بندۍ کې افغان توپ اچوونکي مجيب ځدراڼ نهم ځای خپل کړی. په داسې حال کې چې لوبډلمشر راشدخان اوس هم د نړۍ په کچه په شل اووريزو لوبو کې لومړی مقام لري.

مجيب ځدراڼ تر دې وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې نهه ويشتم ځای درلود، خو په نوې درجه بندۍ کې د لسو غوره توپ اچوونکو په لېست کې راغلی دی.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان راشدخان لومړی، د پاکستان عماد وسيم او شاداب خان دويم او درېيم، د انګلستان عادل رشيد څلورم، د نيوزيلنډ مېچل سټنر پنځم، د اسټراليا ادم زمپه شپږم، د سويلي افريقا انديل فولوکويا اووم، د بنګلدېش شکيب الحسن اتم، د افغانستان مجيب ځدران نهم او د پاکستان فهيم اشرف لسم ځای خپل کړی دی.

افغان ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ په بنګله‌دېش کې د درېيو ملتونو په درې اړخيزو سياليو کې هم ښه وځلېد او له بنګله‌دېش سره یې په يوه لوبه کې ۴ وېکټې هم ترلاسه کړې.

دغه راز د شل اوریزو لوبو د الرونډارنو په درجه بندۍ کې محمد نبي درېیم مقام خپل کړی دی. تردې وړاندې محمد نبي دویم او بنګله‌دېشي الرونډر شکېب الحسن لومړی مقام درلود، خو په تازه درجه بندۍ کې ګلېن مکسوېل لومړی، شکېب الحسن دویم او محمد نبي درېیم مقام لری.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه