Post Image

افغانستان د مډرنیزم تجربې سل کاله پوره کوي. سږ کال د هغې مبارزې سلیزه ده چې پخواني شاه امان‌الله خان په کې د افغانستان سیاسي خپلواکي اعلان کړه.

انسان نیوز ډېسک غواړي د یوې ځانګړې پاڼې په پرانستو سره د خپلواکۍ د بېرته اخستلو د سل کلنۍ په زمینه کې د تېرې یوې پېړۍ د سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او معرفتي جریان یو تازه روایت مطرح کړي. د تاریخ بیاځلي انتقادي لوستنې دا هڅه، د انسان نیوز ډېسک لپاره د خلکو، پالیسۍ او سیاست پر محور د نشراتو په ترکیب کې هدفمند ځای لري.

نیوز ډېسک غواړي د افغانستان هغه تاریخي مرحله په دقت وڅېړي چې په کې رسنیو، د بیان ازادۍ او معاصر ژورنالیزم پرمختګ وکړ او له دې لارې یې د نشراتو، د نظرونو تبادلې او د مباحثو رامنځ ته کولو فرصت رامخې ته کړ.

د ښځو ونډې، عدالت ته د لاسرسي، ریفورم، او نویوالي تاریخي زمینه څنګه برابره شوه او څنګه یې د افغانستان تاریخي لوری تعریف کړ.

ایا افغانستان د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې چې له تېرې پېړۍ سره پوره سل کاله فاصله لري، د افغانستان په اړه بنسټیز بدلونونه مطرح کولای شو؟

په لویه کې؛ د افغانستان د تېرې یوې پېړۍ نوی روایت څه دی؟

شریک کړئ

ورته مطالب