Post Image

د جولای ۲۸مه له زیړي(هپټایټس) سره د مبارزه نړیواله ورځ ده. د عامې روغتیا چارواکي وايي، دا مهال په افغانستان کې ۱،۶میلیونه افغانان په دغې ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار انسان نیوز ډېسک ته وویل چې له دغې ډلې نږدې ۳۰زره په تور زیړي(هپټایټس بي)، ۸ زره په سپین زیړي(هپټایټس سي) او پاتې په زیړ زیړي اخته دي.

نړۍ کې څومره خلک له دغه رنځه کړیږي؟

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په نړۍ کې دا مهال له ۳۲۵میلیونو ډېر خلک له زیړي کړېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هپټایټس بي په اسیایي هېوادونو، افریقا، منځني ختیځ، مرکزي اروپا او د هند په نیمه وچه کې زیات لیدل کېږي.

د دغه سازمان موندنو له مخې پاکستان په هپټایټس ویروس دویم ستر اخته هېواد دی، په همدې ډول دغه ویروس په افغانستان کې هم په لویه کچه موندل کېږي.

د یاد سازمان په وینا د دې ویروس له امله هره ورځ شاوخوا ۴زره تنه مري چې په کال کې دغه شمېر له یو میلیون څخه اوړي.

هپټایټس څه ډول ناروغي ده؟

هیپټایټس يوه ساري ویروسي ناروغي ده. د ناروغۍ عامل(ویروس) په مختلفو لارو له يوه انسان بل ته انتقالیږي.

روغتیاپوهان وايي، زیړی په پنځه ډوله دی، خو تر تر ټولو خطرناک یې تور دی. د دوی په خبره که چېرې یو ناروغ د درملنې پر مهال له نامناسبو خوراکونو پرهیز ونه‌‌کړي، درملنه یې ستونزمنه کېږي.

دا ویروس د ټپونو، د ناروغ غاښونو برس، مسواک او ږېږې خریلو وسایلو کارولو له لارې روغ کس ته لېږدېدلی شي.

د روغتیاپوهانو په خبره کله چې د تور زیړي ویروس وجود ته دننه شي؛ نو په ځیګر کې ځای نیسي او فعالیت پیلوي. دا ویروس لږ تر لږه د ۱۲اوونیو په اوږدو کې په وینه کې څرګندېږي او د ځیګر میکروبي کولو له لارې په تخریب لاس پورې کوي.

څوک له ډېر ګواښ سره مخ دي؟

د روغتیاپوهانو په باور که حفظ‌الصحه مراعات نه‌شي دا ویروس هر چاته ته لېږدېدلی شي، خو تر ډېره هغو کسانو ته لېږدي چې د ناروغانو ککړه وینه او یا نور وسایل لکه سرنج او د ږېرې خریلو ماشین وکاروي.

روغتیاپوهان په لاندې افرادو کې د تور زیړي سطحه لوړه ګڼي:

هغه معتادین چې ستنې وهي یا په بله وینا زرقي(پیچکاریو) نشه کوي؛ هغه ناروغان چې زیات وخت وینې او یا د وینې محصولاتو ته اړتیا لري؛هغه کوچنی چې له ناروغې مور زېږي؛ هغه افراد چې په تور زیړي اخته شخص او یا هم له څو تنو سره جنسي اړیکې لرې؛ په ایډ‌ز اخته ناروغ؛ هغه فراد چې خالونه وهي او یا هم د وجود یوه برخه لکه غوږونه او پزه سوري کوي؛ او خپله طبې پرسونل، په ځانګړې توګه نرسان او جراح ډاکټران.

 

شریک کړئ

ورته مطالب