Post Image

ملګرو ملتونو د طالبانو هغه ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې چې د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې ملکيان په نښه کوي.

يوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي:

«موږ پر طالبانو غږ کوو چې  ملکي وګړو ته درناوی وکړي او د اساسي قانون پر اساس ورکړل شوی حق چې په ټاکنو کې برخه اخیستل دي، و‌نه ګواښي او له تاوتریخوالي سره یې مخامخ نه‌کړي.»

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ټاکنیزو بهیرونو په لړ کې د رایه ورکولو په مرکزونو او ملکي ګډونوالو مستقیم بریدونه له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او له سرغړوونکو سره بايد حساب او کتاب وشي.

د بشرپالنې او بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې  په افغانستان کې د ټاکنو پروسه یو ملکي بهیر دی او هرڅوک حق لري چې په کې برخه واخلي، رایه ورکړي او يا هم په ټاکنو کې ځان نوماند کړي.

وسله‌والو طالبانو پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ګواښ وکړ چې په ټول توان به د روان کال د ولسمشريزو ټاکنو مخه نيسي. دوی ويلي، دا يوه غولوونکې پروسه ده او په دې حساس وخت کې د پیسو، امکاناتو او وخت ضايع کوي دي. د طالبانو په اعلاميه کې راغلي چې خلک دې له ټاکنيزو غونډو او مرکزونو ځان لرې وساتي.

خو افغان حکومت ډاډ څرګندوي چې افغان ځواکونه به وکولای شي په ښه ډول د ټاکنو امنيت خوندي کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب