Post Image

د ولسمشریزو ټاکنو يو شمېر نوماندان وايي، د جوزا له لومړۍ وروسته د حکومت کاري موده پای ته رسېږي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د اساسي قانون د تفسیر صلاحیت ستره محکمه لري، نه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان.

نوماندانو ویلي، که چېرې حکومت خپله کاري موده پای ته ونه‌رسوي، دوی به د سیاسي اجماع په جوړولو سره دغه ستونزه حل کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ نوماندانو نن سې شنبه د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې وويل، افغانان د قانون پلې کېدل او حاکميت غواړي، د نظام پايښت لپاره بايد حکومت خپلې کارې مودې ته د پای ټکی کېږدي.

دوی زیاته کړه:

«د جوزا له لومړۍ وروسته په هېڅ وجه د حکومت دوام مشروعيت نه‌لري او دا کار يې غیر قانوني دی، که چېرې حکومت خپل کار ته دوام ورکړي، موږ به دا مسئله له نړيوالې ټولنې سره شريکه کړو چې هغوی په دې برخه کې اقدام وکړو، ځکه نړيواله ټولنه د افغانستان امنيت، بیا رغونې، ټاکنو،...په برخو کې رغنده رول لوبولی شي.»

د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان زیاتوي، که چېري حکومت بيا هم د دوی غوښتنې ونه‌مني، د اساسي قانون په رڼا کې به په پراخو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، د اساسي قانون د تفسير يوازينۍ مرجع د افغانستان ستره محکمه ده، ګوڼدونه او سياسي څېرې د دې صلاحيت نه‌لري چې اساسي قانون په خپله خوښه تفسير کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه‌حسين مرتضوي وايي، د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو دغه شان غوښتنې او څرګندونې د افغانستان اساسي قانون خلاف دي.

نوموړي انسان نيوز ته وويل:

«موږ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو څرګندونو ته پوره درناوی لرو، خو دوی چې کومې څرګندونې کوي دا د افغانستان اساسي قانون سره په ټکر کې دي او هېڅ قانوني بڼه نه‌لري، د افغانستان له سترې محکمې پرته هېڅ څوک د دې حق نه‌لري چې په اساسي قانون کې لاس‌وهنه وکړي.»

په ورته وخت کې د حقوقي چارو کارپوهان وايي، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان دا صلاحيت نه‌لري چې د اساسي قانون خلاف څرګندونې وکړي.

د حقوقي چارو کارپوه کبير رنجبر وايي، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو ته چا هم دا صلاحيت نه‌دی ورکړی چې د اساسي قانون پر وړاندې ودرېږي، ځکه دوی د چا استازيتوب نه‌کوي، يوازې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان دي.

نوموړي انسان نيوز ته وويل، د حکومت کاري مودې غځېدو په اړه کومه پرېکړه چې د افغانستان سترې محکمې کړې، د اساسي قانون سره په ټکر کې نه‌ده.

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

«زه فکر کوم هغه پرېکړه چې د افغانستان سترې محکمې کړې د اساسي قانون سره مطابقت لري، سربېره پر دې د افغانستان شته کړکېچونو او ستونزو ته په کتو  دا پرېکړه په بشپړ ډول پر ځای ده.»

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماندان داسې مهال تر جوزا وروسته د ولسمشر د کاري دورې د پای ته رسېدو په اړه خبره کوي چې  سترې محکمې د اساسي قانون په تفسیرولو سره د راتلونکي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې، د ولسمشر غني کاري موده غځولې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب