Post Image

په جمو کشمیر کې د اعتراضونو له پراخېدو وروسته هندي چارواکو پرون د اختر په دوهمه ورځ په سیمه کې د تګ راتګ مهمې لارې بندې کړې.

د کشمیر په لوی ښار سرېنګر کې دغه لویې لارې د دې لپاره تړل شوي څو د جمو او کشمیر د سیمې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د پراخو اعتراضونو مخه ونیسي.

په کشمیر کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې حکومت د دې لانجمنې سیمې یو لړ محدودیتونه ولګول.

د هند د حکومت په نویو اقداماتو کې د هغو خلکو لپاره چې د کشمیر اوسېدونکي نه‌دي، د جایدادونو د پلور او پېر محدودیت او ځیني نور تدابیر شامل دي.

همداراز له ۳۰۰ زیات سیاسي مشران او مدني فعالان په بېلابېلو بڼو د هند د حکومت په توقیف کې پاتې دي.

شریک کړئ

ورته مطالب