Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولايت ته د سفر پر مهال بېلا بېلې اقتصادي پروژې پرانیستې. په دې پروژو کې د کندهار د سولري برېښنا او د جنرال عبدالرازق سړک پرانیستل شامل دي او دغه راز نوموړي د کندهار د هوايي ډګر نوم هم د احمدشاه ابدالي هوايي دګر ته بدل کړ. 

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي لومړی د کندهار هوايي ډګر د احمدشاه ابدالي د هوايي ډګر په نوم ونوماوه.

وروسته يې له کندهار ښاره تر هوايي ډګره ۱۶،۵ کیلومتره سړک پرانیست.

دغه سړک د جنرال عبدالرازق په نوم نومول شوی او ۲ اعشاريه ۸ ميليارده افغانۍ لګښت پرې راغلی. نوموړي تر دې وړاندې د دې ولايت د ګڼو قومي مشرانو په حضور کې د کندهار ولايت هوايي ډګر د احمدشاه ابدالي د هوايي ډګر په نوم ونوماوه.
تر دې وروسته ولسمشر غني د کندهار د سولري برېښنا پروژه پرانيسته. دا پروژه چې په دوه برخو کې جوړه شوې ده، د ۳۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري د خصوصي سکتور بودجې او د هیواد د مالیې وزارت سب سایډي څخه د ۳۹ میلیون ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار کندهار ولایت ته سفر وکړ.

دا ولايتونو ته د سفرونو، له عامو خلکو او ځايي چارواکو سره د کتنو او په دې ولايتونو کې د ټولګټو پروژو د پرانيستې په برخه کې د ولسمشر غني د سفرونو لړۍ ده.

ولسمشر غني به دغه راز د دې ولايت له قومي مشرانو، ولايتي چارواکو، د ولايتي شورا له غړو، ځوانانو، سوداګرو، عامو خلکو او ښځو سره جلا جلا کتنې ولري او د دوی ستونزې او وړانديزونه به واوري، تر څو ورته په راتلونکو حکومتي پروګرامونو کې ځانګړې پاملرنه وشي.

د يادولو ده چې ولسمشر غني تر دې وړاندې د افغانستان ګڼو نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي دي، هلته يې ګڼ شمېر بشپړې شوې پروژې پرانيستې دي او دغه راز يې د نورو پروژو د بنسټ ډبره اېښې ده.

شریک کړئ

ورته مطالب