Post Image

په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې  استعمار ضد تحریکونه، د مستعمره ولسونو لخوا د دوی د مادي، معنوي او ذهني استعمار او هم د استعمار په ادبیاتو کې د دوی د ناسم ذهنیت پر خلاف مبارزې ته راپاڅېدل. په همدې تسلسل کې له پښتني وطن څخه هم درې تحریکونه په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو رهبرانو لخوا رامنځ ته شول. لومړنی غورځنګ د سید جمال‌ الدین افغاني غورځنګ و چې د بریتانوي استعمار پر ضد مبارزې لپاره یې په اسلامي نړۍ کې اصلاحات، له ساینس او ټکنالوژۍ سره د مسلمانانو بلدتیا، له اسلامه د خرافاتو لرې کول، اسلام له معاصرو غوښتنو سره همغږي کول او د اسلامي هېوادونو یووالی اړین بللو. یاد غورځنګ چې له پښتني وطنه سر راپورته کړی و، جهاني مذهبي پیغام یې درلود.

د استعمار پر ضد دویم غورځنګ د میرزا علي خان (فقیر ایپي) وسله‌واله مبارزه وه چې د ۲۰مې پیړۍ په ۳مه لسیزه کې یې په وزیرستان کې د انګریزانو پر ضد پیل کړه. دا وسله‌واله مبارزه د بهرني استعمار پر ضد پيل، او له پښتني وطن څخه د انګریزانو تر وتلو او د پاکستان تر جوړېدلو وروسته د داخلي استعمار (پنجاب واکه پاکستاني نظام) پر ضد جاري وه. د فقیر ایپي مبارزې دواړه استعمارګرو ته سردردي پیدا کړې وه، خو د فعالیت ساحه یې تر قبایلي سیمو او وسله‌والې مبارزې پورې محدوده وه.

د شلمې پيړۍ په درېیمه لسیزه کې د خان عبدالغفارخان (باچا خان) لخوا د "خدایي خدمتګار" غورځنګ د پښتني خاورې درېیم استعمار ضد غورځنګ و چې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري اغېزې یې تر اوسه پورې ژوندۍ دي. احمدالله ارچیوال چې د باچاخان عدم تشدد فلسفه او مبارزه لوستې او په اړه یې تحقیقي کتابونه او مقالې لیکلې دي، تازه یې د "خدایي خدمتګار کلتوري اغېزې" په نوم بل بې‌ساری تحقیقي کتاب لیکلی دی.

د ټولنیزو تحریکونو د مطالعاتو له مخې، د ټولنې افرادو نسبي پرتلیز محرومیت، ټولنیزې ناخوالې، ټولنیزه بې‌عدالتي، توپيري چلند، د جمعي هویتونو جوړونه، ساتنه او بقا، د ځانګړي ناورین یا پېښې رامنځ ته کېدل او ناخوالو او ټولنیزو مشکلاتو د حل لپاره د ټولنې د یو شمیر افرادو لخوا د شته منابعو او ظرفیتونو فعالول او متحرک کول؛ د ټولنیزو تحریکونو د رامنځ ته کېدلو لاملونه بلل شوي، خو ښاغلي ارچیوال  "عرضه او تقاضا" د خدایي خدمتګار تحریک رامنځ ته کېدلو اصلي لامل بولي.

لیکوال د کتاب په سر کې د "کلتور" مفهوم په اړه د علمي او تحقیقي لیکنو په حواله بحث کړی دی. لیکوال «کلتور په ټولنه کې د انسان لخوا رامنځ ته شوی چاپېریال بللی دی». د کتاب په دې برخه کې ښاغلی ارچیوال د کلتور په اړه د بېلابېلو پوهانو تعریفونه، استدلالونه او وضاحتونه په تحقیقي توګه سره اوبدلي دي. لیکوال، د بحث په اخر کې په پښتني کلتور، په شلمه پیړۍ کې د پښتنو کلتوري حالت او پر پښتني کلتور د خدایي خدمتګار اغېزې څېړلې دي.

د خدایي خدمتګار تر تحریک وړاندې، پښتانه په اقتصادي، سیاسي او تعلیمي اړخ کې د سیمې تر نورو قومونو وروسته پاتې وو. ولس د خاموشۍ کلتور غوره کړی او د داسې بد وضعیت د بدلون اراده او ظرفیت یې نه‌درلود. پاچا خان له انګریزي استعمار د ازادۍ تر مبارزې وړاندې، د پښتني ټولنې اصلاحات اړین بلل. له همدې کبله خدایي خدمتګار په لومړي سر کې ټولنیز تحریک و چې په ټولنه کې د پښتنو ویښتیا، روښانتیا، یووالي، د کلتوري او مذهبي خرافاتو ختمولو، د شخړو حلولو، د پښتني کلتور، پښتونولۍ، پښتني هویت او پښتني تاریخ د بیا راژوندي کولو، ساتلو او بقا لپاره مټې راونغښتې. ښاغلی ارچیوال لیکي چې په ټولنه کې د اصلاحاتو تر راوستلو وروسته خدایي خدمتګار پر سیاسي تحریک بدل شو.

 خدایي خدمتګار د سید جمال‌الدین افغاني تر تحریک او د میرزا علي خان تر وسله‌والې مبارزې، ډېر پراخ‌بنسټه او د کوزې پښتونخوا ټول‌شموله تحریک و چې د پښتنو ترڅنګ ان د سیمې سِکانو او هندوانو یې هم غړیتوب درلود. همدا لامل و چې پر پښتني ټولنې د پاچاخان خدایي خدمتګار کلتوري اغېزې د افغاني او فقیر ایپي تر تحریکونو ډېرې وې. د ټولنیزو تحریکونو د بریا لپاره، ولس له انفرادیت، خیلونو او قبیلو څخه راایستل او د لوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اجتماعيت په دایره کې مبارزه او کولکټیف فعالیتونه اړین دي. پاچاخان د خدایي خدمتګار په مرسته وکولای شول پښتانه د انفرادیت او قبیلوي دایرو څخه د پښتني ملت په لوري بوځي.

د انسان طبیعي فطرت په اړه ټولنپوهان بېلابېل نظریات لري. توماس هابز چې د "ټولنیز تړون" نظریه یې وړاندې کړې، انسان طبعاً خودخواه، متشدد او جګړه‌مار بللی دی. د یادې نظریې بل عالم، جان لاک د هابز نظر ردوي او انسان طبعاً ارام، سوله خوښوونکی او همکار بللی دی. د اتلسمې، نولسمې او شلمې پيړۍ استعماري ادبیاتو نه‌یوازې غربي استعمار توجیه کاوه، بلکې د مستعمرو اوسېدونکي یې وحشي، بربریان، بې‌تهذیبه او جګړه‌مار بلل. دوی چې غربي کلتور تر نورو لوړ باله، غربي استعمار یې د "تمدن ماموریت Civilization Mission" بللو چې غربي هېوادونه د اخلاقي مسوولیت پر اساس مستعمرو ته خپل عالي تمدن او کلتور وغځوي. په همدې موخه یې په مستعمرو کې خپل اتباع ځای پر ځای کړل، خو د پردې تر شا یې د مستعمرو په سرچینو او ذخیرو خېټه واچوله. په استعماري ادبیاتو کې پښتانه هم قبایلي، جګړه‌مار، بې‌تهذیبه او تاوتریخوالي خوښوونکو په نومونو ناسم انځور شوي دي. که د دې سیمې تاریخ ولوستل شي پښتانه د خپل ځانګړي تمدن او کلتور څښتنان دي چې په هر دور کې یې په سوله‌ییز ډول له نورو ملتونو سره ګډ ژوند کړی دی. د پښتنو جګړه‌مار خوی او خاصیت له هغه متواترو جګړو سرچینه اخلي چې په دې سیمه او ولس باندې له بهر څخه تپل شوې دي. پښتنو په مېړانه له خپلې سیمې او خپلواکې دفاع کړې ده. د خدایي خدمتګار عدم تشدد تحریک د پښتنو په اړه په استعماري ادبیاتو کې ناسم انځور چلنج کړ او دا یې ثبوت کړه چې پښتانه له تشدد او جګړې کرکه کوي.

احمدالله ارچیوال په دې کتاب کې په پښتو شعر، نثر، ډرامې، تیاتر، مشاعرو، موسیقۍ، او په تحریک کې د ښځو پر نقش، ښوونه او روزنه، اقتصادي چارو، ژورنالیزم، پښتنې ملتپالنې، د حجرې او جومات د رول، پښتونولۍ، صبر او استقامت، قربانۍ او رضاکارۍ، د زغم کلتور او د پښتنو ترمنځ په نظم او ډسپلین، د خدایي خدمتګار تحریک اغېزې څېړلې دي.

ارچیوال لیکي چې د تحریک تر پیل وړاندې، پښتو شاعري رومانسي او عشقي وه، خو تحریک له پیل سره سم په پښتو ژبه کې انقلابي، مزاحمتي، د ازادۍ او ملتپالنې شاعري پیل شوه او تحریک نوره وده هم ورکړه چې د پښتنو بیدارۍ او بدلون ته د اماده کولو لپاره یې پکاروله. خدایي خدمتګار تحریک په پښتو کې د تیاتر او ډرامې ژانرونو ته وده ورکړه. تحریک به په کلیوالو حجرو کې د خپلو فعالیتونو او موخو د خپرولو، پروپاګنډ، د استعمار پر ضد پاڅون، د غلطو دودونو ختمولو او د پښتونو بد وضعیت د خلکو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کاوه. ډرامو به د خلکو د ملتپالنې احساسات راپارول. د کال په بېلابېلو وختونو کې به سترې مشاعرې جوړېدلې او د ارچیوال په قول، د ځینو مشاعرو د ګډونوالو شمېر به د ۶۰ او ۸۰ زرو ترمنځ وو. که څه هم تحریک موسیقي ته اجازه ورکړه، سندرغاړو به د تحریک په جلسو او حجرو کې د ملتپالني او انقلاب سندرې بوللې. خو تحریک پر هغه نڅاوو او ګډاګانو پابندي ولګوله چې خلکو به پرې پيسې شیندلې.

د تحریک له برکته، د شعر تر څنګ پښتو نثر هم وده وکړه. "پښتون" مجلې کې د باچاخان، غني‌خان، ولي‌خان او نورو پښتنو لیکوالو لیکنې پښتو نثر ته نوې بڼه ورکړه. پښتو نثر ورځ تر بلې روان او سوچه کېدلو. په پښتون مجله کې پښتنو ښځو د خپلو حقونو، محرومیتونو، ناسمو دودونو او د قلمي مبارزې لپاره د غږ اوچتولو پلاټ‌فورم رامنځ ته کړ. په پښتنې نرواکه ټولنه کې، تحریک په لومړي ځل په ټولنه او مبارزه کې د ښځو په رول تأکید وکړ. ښځو به د تحریک لپاره جلسې او جرګې جوړولې چې په هغه کې به یې شعرونه ویل. د پښتو ژبې مشهوره ټپه کې

که ننګیالي زلمي په شا شول

فخر افغانه جنکۍ به دی ګټینه

د تحریک غړې اغلې سیده بشره بیګم ویلي چې پاچاخان ته یې د پښتنو ښځو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. پښتون مجلې ته به ښځو احتجاجي لیکونه استول. په دغو لیکنو کې به د ښځو پر وړاندې ټولنیز بندیزونه تنقید کېدل او د ښځو حقونه او ستونزې به یې په ګوته کولې. ښاغلی ارچیوال په دې اند دی چې خدایي خدمتګار ښځې له محرومیت، شکنجو او پسمانده‌ګۍ وساتلې.

د خدایي خدمتګار لخوا رامنځ ته شویو ازاد ښوونځیو نه‌یوازې ماشومانو ته پوهنه او روزنه ورکوله، بلکې له هماغه ماشومتوبه یې په دوی کې ملي احساس او ملتپالنه راژوندۍ کوله. د دې ښوونځیو په اړه داسې ویل کېدل چې دوی رهبران روزي، خو د سرکار ښوونځي بیا مامورین تولیدوي. ازاد ښوونځیو نصاب کې هنرونه، حرفوي زده‌کړې، دیني ، ادبي، ساینسي او ټولنیز علوم شامل وو.

تر خدایي خدمتګار وړاندې، د کوزې پښتونخوا زیاتره اوسېدونکي په زراعت کې بوخت وو، بل کسب او سوداګري ورته شرم ښکارېدلو. خدایي خدمتګار د ټولنې په خراب اقتصادي وضعیت کې د بدلون لپاره خلک کسب او سوداګرۍ ته تشویقول. پاچاخان اقتصادي پر ځان بساینه غوښتله او په دې اند و چې تر اقتصادي ازادۍ پرته سیاسي ازادي اخېستل ناممکنه ده. د "ولسي نافرمانۍ" پر مهال، پاچاخان پښتانه وهڅول چې پښتانه له سرکار سره د ماموریت پر ځای باید د عاید نورې سرچینې رامنځ ته کړي. د پښتنو پرځان بساینه، د کورني تولیداتو لکه جامې، څپلۍ، خمتا... استعمالول، په بې‌ځایه لګښتونو کنټرول، په ټولنه کې حاکم اقتصادي طبقاتي – ځمکه‌وال، کسبګر او کروندګر- ترمنځ امتیازي چلند له‌ منځه وړل او داسې نور د خدايي خدمتګار اقتصادي نظریات بلل کېږي.

خدايي خدمتګار "پښتون مجله" نه‌یوازې د تحریک موخو او تشهیر د پروپاګنډ لپاره کاروله، بلکې دې مجلې په پښتو کې د ژورنالیزم خلا هم له منځه یوړه. ارچیوال لیکي چې "پښتون" د ولس د غږ اوچتولو ، ولسي ویښتیا او روښانتیا، په پښتو نثر کې نوي سبکونو رامنځ ته کولو، د پښتنو په قلم او له نظره د ولس حالات لیکلو، پښتانه د خپلې ژبې لیک او لوست ته په مایل کولو، د پښتنو د ملي داعیو پر ژوندي ساتلو او دواړه غاړو پښتنو لیکوالو ته د پلاټ‌فورم په رامنځ ته کولو کې بې‌ساری رول لوبولی دی.

د خدایي خدمتګار سمون‌پال او مزاحمتي تحریک چې د ټولنې له ښکته طبقې څخه راپیل شوی و په لنډه موده کې یې د انګریزي استعمار پر وړاندې د ولسي اعتراضونو، لاریونونو، ولسي نافرمانیو او ولسي پرېکون له لارې چلنجونه او خنډونه راپیداکړل. ارچیوال لیکي انګریز د غیر متشدده پښتنو له مزاحمته ډېره وېره لرله. استعمار چې Divide and Rule تر فورمول لاندې پښتانه په طبقو، قبیلو او ډلو وېشلي وو، خدایي خدمتګار بېرته دوی د یوه ملت په توګه راغونډ کړل، په هغوی کې یې د ملتپالنې، ازادۍ او یووالي روحیې راژوندۍ کړې او د زور پر ځای یې، په ټولنه کې شته امکانات او ظرفیتونه د بدلون لپاره متحرک کړل. پښتانه یې له قبیلویت او انفرادیت څخه اجتماعیت او کولیکټیویزم ته داخل کړل. پاچاخان به ویل چې "ټولنیزې ستونزې حتماً ټولنیز حل هم لري"؛ نو د همدې لپاره د شخړو او ستونزو د حل لپاره د استعمار لخوا د جوړ شویو تهاڼو او کچهریو (محکمو) پر ځای، د حجرې او جرګې ادارې بیا فعاله کړې او پښتانه یې وهڅول چې خپلې ستونزې د جرګې له لارې حل کړي. خدایي خدمتګار د شته امکاناتو څخه د ګټې اخېستنې ستراتیژۍ له مخې، حجرې د تفریح پر ځای، د ستونزو او شخړو د حل، د زده‌کړو او عامه شعور په مرکزونو بدلې کړې.

په دې کتاب کې به لوستونکي دا هم ولولي چې استعمار د پاچاخان د تحریک ناکامولو لپاره ملایان، خان بهادران، ځمکه‌وال او دولتي مامورین د خدایي خدمتګار پر ضد استعمال کړل.  ملایانو د انګریزانو استعمار توجیه کولو او په دې سیمه د انګریز قبضه یې د هغوی حق باله. ملایانو به د اسلامي نصوصو د استناد په توګه د انګریزانو پرمختګ او قدرت الهي ډالۍ بلله، خو پاچاخان چې اسلامي مطالعه یې ډېره او د قران کریم په تفسیر پوهېدلو، د ملایانو د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره مذهبي نصوص استعمالول. په تحریک کې د اسلامي علماوو عضویت د ملایانو پروپاګنډ ختم کړ.

پر پښتني کلتور د تحریک اغېزې ډېرې دي چې تر اوسه محسوسېږي. خدایي خدمتګار پښتونولي راژوندۍ او بیا تعریف کړې، خرافاتي او بد رواجونه یې ختم کړل، محکومو پښتنو ته یې د مزاحمت او مبارزې همت ورکړ، قرباني او رضاکاري یې پښتنو کې راپیداکړله او ټولنیز اصلاحات یې راوستل. د خدايي خدمتګار د عدم تشدد تر ټولو محسوس اغېز دا دی چې اوس هم په پښتني وطن قابض واکمنان د عدم تشدد تحریکونو څخه سترګه سوځي او نه‌شي کولای پر اسانۍ او د تشدد له لارې یې له منځه یوسي چې ښه بېلګه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ دی چې له پیله یې عدم تشدد د خپلې مبارزې فلسفه بللې ده. که د دې غورځنګ موخې، تګلارې او کړنلارې د خدایي خدمتګار تحریک له موخو، تګلارو او کړنلارو سره پرتله وشي، دی پایلې ته رسېږو چې دا غورځنګ د خدایي خدمتګار نوې بڼه ده.

دا کتاب چې د کیفیتي تحقیق په میتود لیکل شوی، له علمي څېړنو، کتابونو او مجلو څخه په کې کار اخېستل شوی دی. دا کتاب په پښتو ژبه کې بې‌ساری تحقیقي اثر دی چې د تحقیق د میتودولوژۍ اصول په کې مراعات شوي دي، خو په دې اثر کې ځینې حوالې او جملې تکراري راغلی دي، چې لیکوال باید د کتاب په بیا چاپ کې ورته پاملرنه وکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب