Post Image

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تائيد کړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د سوريې په ادلب ښار کې د امريکايي پوځيانو د عملياتو په نتيجه کې وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې چې د داعش ډلې مشر خپل انتحاري واسکټ ته چاودنه ورکړه او ووژل شو.

نوموړي نن ماښام د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل:

«ابوبکر البغدادي د امريکايي پوځيانو د عملياتو په نتيجه کې د سوريې په ادلب ښار کې ووژل شو او امريکايي پوځيانو د نوموړي وژل کېدل تر وروستي شېبو پورې په خپلو سترګو ليدلي.»

ټرمپ زیاته کړې چې ابوبکر البغدادي تېره شپه په يوه تونل کې پټ شوی و.

بل لور ته د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د داعش ډلې د مشر وژل کېدل پر يادې ډلې اغېز غورځولی شي.

شریک کړئ

ورته مطالب