Post Image

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري وايي، هېواد یې وروستي کړکېچ ته رسېدلی او دی له خپلې دندې استعفا کوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې لبنان په وروستيو دوو اونيو کې د اعتراضاتو د لويو لاريونونو شاهد وو.

حریري په يوې ټلويزيوني مرکه کې ويلي:

« ما خپله استعفا ولسمشر مېشل اون ته وړاندې کړې.»

د راپورونو له مخې، په لبنان کې لاریونونه د واټس‌اپ او تلیفونونو مالیه ورکولو لپاره پیل او ډېر ژر پراخ شول ترڅو سیاسي فساد او اقتصادي کړکېچ په نښه کړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، لبنان په نړۍ کې د پور ترټولو لوړه کچه لري.

شریک کړئ

ورته مطالب