Post Image

د نړيوال جام لوبو په لړ کې نن جمعه پاکستان د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان د لندن ښار په لوارډ کرکټ لوبغالي کې کېږي.

پاکستان لوبډلې تر دې مهاله اته لوبې کړې چې څلور لوبې يې ګټلې ، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له انګلستان، دويمه له سويلي افريقا او خپله دريمه لوبه له افغانستان او څلورمه لوبه یې له نيوزيلنډ لوبډلې څخه ګټلې او پنځمه لوبه یې ویسټ‌انډيز ته، شپږمه اسټراليا ته،اوومه  هند ته او اتمه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له سرېلانکا سره مساوي اعلان شوه.

له بل لوري بنګله‌دېش هم اته لوبې کړې چې يوازې درې لوبې یې ګټلې، څلور لوبې يې بايللې او يوه یې د باران له کبله مساوي شوې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سويلي افريقا، دويمه له ویسټ‌انډيز او دريمه لوبه له افغانستان څخه وګټله او څلورمه لوبه یې نيوزيلنډ ته، پنځمه لوبه انګلستان ته، شپږمه لوبه اسټراليا ته او خپله اوومه لوبه یې هند ته وبايلله او اتمه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له سرېلانکا سره مساوي اعلان شوه.

په نننۍ لوبه کې د پاکستان په لوبډله کې له  بابر اعظم، فخر زمان، محمد حفیظ، محمد عامر، عماد وسيم او شاداب خان څخه  د ښې توپوهنې او توپ اچونې تمه کېږي.

له بل لوري په د بنګله‌دېش په لوبډله کې له شکېب‌الحسن، مشفيق‌الرحيم، لېټون ډاس، محمد سیف‌الدين او مستفیظ ‌الرحمن څخه د ښې لوبې تمه کېږي.

د بنګله‌دېش له لوري شکېب‌الحسن هغه توپ وهونکی دی چې په اته لوبو کې یې ۵۴۲ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې مستفیظ‌الرحمن په اته لوبو کې بيا ۱۵ وېکټې ترلاسه کړې دي.

له بل لوري د پاکستان په لوبډله کې بيا بابر په اته لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۳۷۸ منډې جوړې کړې او په توپ‌اچونه کې بيا محمد عامر ۱۶ وېکټې ترلاسه کړې دي.

پاکستان لوبډلې په وروستيو پنځه يو ورځنيو لوبو کې درې لوبې ګټلې او دوه لوبې یې بايللې، خو بنګله‌دېش لوبډلې بيا دوه ګټلې، دوه یې بايللې او بله یې د باران ورېدو له کبله مساوي شوې.

پاکستان بل پړاو ته د لار موندنې خورا کم چانس لري، خو بنګله‌دېش لوبډله بيا بل پړاو ته د لار موندنې هيلې یې له خاورو سره يو شوي.

د نړيوال جام د روانو سياليو په درجه بندۍ کې پاکستان په پنځم او بنګله‌دېش بیا په اووم ځای کې دی.

د پاکستان لوبډله له اته لوبو وروسته ۹ نمې (پواينټونه) او بنګله‌دېش لوبډله بیا په اته لوبو کې ۷ نمرې (پواينټونه) لري.

په روان نړيوال جام کې د پاکستان لوبډلې نېچرل رنرېټ په اته لوبو کې (-0,792) او د بنګله‌دېش لوبډلې نېچرل رنرېټ بیا (-0,195) دی.

پاکستان لوبډلې تر اوسه يوازې يو ځلي نړيوال جام ګټلی خو بنګله‌دېش لوبډلې بيا تر اوسه نړيوال جام نه دی ګټلی او سږکال یې هم هيلې له منځه ولاړې.

د يادونې وړ ده چې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې پاکستان شپږم او بنګله‌دېش بيا اووم مقام لري.

 

شریک کړئ

ورته مطالب