Post Image

د لاهور کنفرانس د جون میاشتې په ۲۲ او ۲۳نیټه لاهور ښار ته نږدې جوړ شو چې د افغانستان د سولې په اړه تر دې مهاله یو له تر ټولو جدي کنفرانس ګڼل کېږي. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د غټو غټو نومونو رهبرانو ګډون کړی و او د سولې په موضوع یې له هره اړخه بحث وکړ.

د لاهور کنفرانس د هیرامنډيي په کوڅو کې د موسیقۍ او ټنګ ټکور د لوړ غږ په خاطر له ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته پيل شو.

تر ټولو لومړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د ابومعصب الزرقاوي او ابوبکر البغدادي د پيغام په لوستلو سره د غونډې شمع روښانه کړه.  هغه د الزرقاوي په حواله وویل، افغانستان باید له هغه مصیبت څخه چې دا مهال ورسره لاس او ګریوان دی راوویستل شي. شاه محمود قریشي وویل، «له بده مرغه د افغانستان حکومت د هېواد په ټولو ولسوالیو لاسپوڅي ولسوالان مقرر کړي دي چې دا خپله سولې ته رسېدل له مشکل سره مخ کوي» ښاغلي قریشي د الزرقاوي په حواله د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېږي خپل لاسپوڅي ولسوالان دې له ټول هېواده راټول کړي چې په افغانستان کې سرتاسري سوله حاکمه شي.

ښاغلي ګلبدین حکمتیار چې په دغه کنفرانس کې ځانګړی میلمه و، پاکستان یې تر خپل ځان هم خوږ هېواد وباله، د پاکستان د ملي سرود غږولو په وخت کې یې له سترګو اوښکې راغلې، خو د افغانستان ملي سرود ته یې لغته ورکړه. هغه په خپلې وینا کې وویل، «د افغانستان فارسي ژبې رسنۍ د افغانستان د سولې او ثبات اصلي دښمنان دي. دا رسنۍ مستقما له ایران څخه تمویلېږي او ایران نه غواړي د افغانستان خلک په دري ژبه خبرې وکړي، ښاغلي حکمتیار د کابل واټونه د فحشا د روزنې اصلي مرکزونه وبلل ویې ویل، «حتا نجونې او هلکان په دغه واټونو روان وي» د ښاغلي حکمتیار وینا د یوې «ناچ ګانا» پر مهال بې وخته پرې شوه. هغه خپله وینا بیا پيل کړه ویې ویل «تاسې وګورئ په کابل کې څه حال روان دی» مردګاو خانې فعالې دي او څلورویشت ساعته تبله او ساز غږول کېږي، حتا غږ یې دا دی تر لاهوره را رسېږي.

حنیف اتمر چې اوس هسې خوشي چټي او هیڅ روزګار نه لري او د ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید دی په خپلې وینا کې د پاکستان نقش حیاتي وباله. هغه وویل، برګزیټ Brexit لویه ستونزه ده. که اروپايي اتحادیه همداسې یو طرفه فشار راوړي او کوم نوی پروګرام ونه سنجوي، هم د پاونډ قیمت ښکته کېږي او هم د یورو. دا کار د دواړو غاړو په تاوان ده. هغه د افغانستان ستونزه برګزیټ پورې وتړله او له ښاغلي عمران خان او مولانا فضل الرحمان څخه یې مننه وکړه چې د افغانستان جهاد یې روا ګڼلی و.

اتمر وویل، که اړتیا شوه ژر به راولپنډۍ کې جي ایچ کیو ته سفر وکړي او د پاکستان جنرالانو سره به خپله نوې طرحه شریکه کړي، هغه غوښتل چې د خپلې نوې طرحې څخه پرده پورته کړې، خو حاضرینو اجازه ورنه کړه.

حاجي محمد محقق سوله د افغانستان د ټول ملت غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه «یوه کېسه کوم. په پخوا زمانو کې یوه هزاره او یو پښتون کوم ځای ته په سفر تللي وو، هزاره پښتون ته ویلي و چې تاسې نان ته ولې ډوډۍ وايي؟ پښتون ورته په ځواب کې ویلي و چې تاسې ولې شړومبو ته دوغ وايي هاهاهاهاهاهاهاها، دا خپله ددې ښودنه کوي چې د افغانانو ښځې او نر هزاره او پښتون سوله غواړي. محمد محقق د کنفرانس د ګډونوالو څخه په تنده ژبه شکایت وکړ چې ولې یې دده ټوکې ته ونه خندل. هغه د خپلې علمي وینا په پای کې زیاته کړه «د کور او ښځو خرچه بیخي زیاته شوې ده، ګاونډي هېوادونه باید د خپلو سفارتونو له خوا د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي چې وکولای شي د راهی فردا تلویزون کارکوونکو ته معاشونه په خپل وخت سره ورکړي»

دا کنفرانس د سید حامد ګیلاني په دعايي ختم شو، هغه په خپله دعا کې پرویز مشرف ته عاجله شفا وغوښته او د هغه شخصیت یې د افغانستان د سولې لپاره لازم او ملزوم وګاڼه.

شریک کړئ

ورته مطالب