Post Image

د ولسي جرګې غړي چې پرون په پټې او ښکاره رایې کارونې پایلې ته ونه‌رسېدل نن به په دې اړه پرېکړه کوي.

په پام کې وه چې د جرګې غړي پرون د یوې باطلې رایې په اړه رایه‌اچونه وکړي، خو د رایې‌اچونې د څرنګوالي پر سر اختلافات لامل شول چې موضوع نن یک‌شنبې ته پاتې شي.

د ولسي جرګې غړي یارباز حمیدي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«وکيلانو په لوی اکثریت پرېکړه وکړه چې د باطلې رایې په اړه ټول تالار رایه ورکړي، خو ستونزه دا وه چې ځینو دغه رایه‌ورکونه پټه او ځینو نورو علني غوښته، په همدې اختلاف جوړ شو او خبره یک‌شنبې(نن) ته پاتې شوه.»

د ولسي جرګې غړي له تېرې اوونۍ راهیسې د ریاست کرسۍ لپاره د رییس غوره کولو پر سر اختلاف لري او له دې کبله د اداري پلاوي د ټاکلو چارې هم ځنډېدلي دي.

شریک کړئ

ورته مطالب