Post Image

ټاکل شوې نن شنبه د برېتانيا پارلمان هغې طرحې ته رايه ورکړي چې د دغه هېواد لومړي وزير بورېس جانسن له اروپايي ټولنې د وتلو په هدف وړاندې کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې بورېس جانسن د لومړي وزير په توګه له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتلو په اړه طرحه د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې کوي.

په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، لا هم د دې امکان کم دی چې د نوموړي له لوري وړانديز شوې طرحه به د پارلمان له لوري ومنل شي.

خو که له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په اړه د لومړي وزير بورېس جانسن طرحه د پارلمان له لوري تاييد شي، نو دا به د دغه هېواد د سياسي تګلارې په تاريخ کې يوه بله ورځ وي.

تر دې وړاندې د برېتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيرې ټريزا مې په دې اړه څو متعددې طرحې وړاندې، خو د پارلمان قناعت نه حاصلېدو له کبله په يوې او بلې پسې رد شوې.

د تېر ۲۰۱۶ میلادي کال په جولای کې د بريتانيا د وګړو ۵۲ سلنه برخې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له اروپايي اتحاديې د دغه هېواد وتلو ته مثبته رايه ورکړه.

خو له هغه وخت د شاوخوا درېيو کلونو په تېريدو سره لا هم ياده مسئله په برېتانيا کې د سياسونو ترمنځ د اختلافي مسئلې په توګه مطرح ده.

شریک کړئ

ورته مطالب