Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني غواړي د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته له طالبانو سره خبرې پيل کړي. ولسمشر غني د جاپان په پلازمېنه توکيو کې له (نيکي اشين ريويو) رسنۍ سره په مرکه کې ويلي:

«که زه يو ځل بيا ولسمشر وټاکل شوم، نو له هغې وروسته به په يوه اوونۍ کې د سوله پروسه پيل شي.»

د ولسمشر غني په خبره، د ټاکنو پروسه په ښه ډول مديريت شوې او د ټولو له لوري به پايلې ومنل شي. غني ويلي، طالبان کولای شي د يوه سياسي ګوند په توګه فعالیت وکړي. د ولسمشر په خبره:

«د افغانستان د اساسي قانون له مخې طالبان بايد ژوند وکړي، له خوبه راويښ شي او درک کړي چې د افغانستان لویه برخه خلک به دوی په غېږ کې ونيسي، که چېرې تاوتريخوالی وغندي.»

ولسمشر غني زياته کړه، له طالبانو سره سوله بايد د افغانستان د خلکو امنيت تامين کړي. نوموړی وايي:

«طالبان بايد له نړيوالو ترهګرو ډلو سره د خپلو اړيکو د پرې کولو او د تاوتريخوالي، د نشه‌يي توکو سوداګرۍ او له ګاونډي پاکستان سره د بېلو اړيکو د پای ته رسولو په تړاو بايد روښانه شواهد وړاندې کړي.»

غني زياته کړه، طالبان له نورو وسله‌والو ډلو سره توپير لري، ځکه دوی له تاوتريخوالي قوت ترلاسه کوي او دوی په ټاکنو کې ګډون ته تيار نه دي. نوموړي دغه راز مهمه بللې چې پاکستان رغوونکی رول ترسره کړي او د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په تړاو ويلي:

«مسئله د حضور يا نه حضور نه ده، پوښتنه د ملاتړ د ډول په اړه ده چې موږ څنګه کولای شو، د افغانستان امنيتي ځواکونه وساتو.»

نوموړي زياته کړې:

«موږ غواړو لګښتونه راکم کړو او موثريت ډېر کړو او د دې لپاره چمتووالی لرو.»

ولسمشر غني ټينګار کړی چې د سولې پروسه او د افغانستان سياست بايد ناسم تعبير نه شي. د نوموړي په خبره:

«سوله بايد د افغانستان د خلکو له لوري مديريت شي، په داسې حال کې چې د افغانستان او امريکا اړيکې د ګډو ګټو پر بنسټ دي، نو ځکه د امريکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی په دې پورې تړاو نه لري چې هغه طالبان ومني، دا موږ يو چې کولای شو هغه کم کړو.» 

ولسمشر غني د خپلو اهدافو په تړاو دغه راز وويل، په افغانستان کې د بې وزلۍ ختمول به د نوي دولت يو اساسي هدف وي. د غني په خبره، د نوموړي په اقتصادي کارونو کې د اوبو د بندونو جوړول، کرنيز اصلاحات، د افغانستان په سرچينو پانګونه او ښاري زيربناوو جوړول شامل دي.

غني ويلي چې افغانستان به د لېتيوم د لرلو پر بنسټ د جاپان د موټرو جوړولو صنعت کې همکاري وکړي. لېتيوم په نقليه وسايلو او ځيرکو ټلېفونونو کې کارول کېږي.

ولسمشر غني د (يو کمربند، يوه لار) نوښت په تړاو ويلي، چې افغانستان د هغه يوه برخه نه ده، بلکې «موږ د هغه بشپړوونکي يو.»

ولسمشر غني وړمه ورځ جاپان ته لاړ او هلته يې دغه مرکه کړې ده. نوموړی داسې مهال د افغانستان د حکومت پر مشرۍ د سولې پر پروسه ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي يو ځل بيا د سولې سفرونه پيل کړي.

پرون بروکسل ته تللی او ټاکل شوې پاريس او مسکو ته هم لاړ شي. د خليلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او طالبانو تر منځ د سولې شاوخوا يو کلنې خبره يوه نيمه مياشت مخکې د سپټمبر په ۸مه ټرمپ لغوه اعلان کړې. اوس يو ځل بيا افغان حکومت د نوموړي سفرونو ته په غبرګون کې ويلي چې د افغانستان سولې پروسه هغه وخت ښه پايله لرلی شي چې د افغانستان د خلکو او منتخب حکومت په مشرۍ او مالکيت ترسره شي.

 

 

 

شریک کړئ

ورته مطالب