Post Image

[هلۍ لېوه راغی، لېوه راغی! کله چې خلک راغلل، هېڅ خبره نشته، وږی وم، کله چې ريښتیا لېوه راغی، هلۍ راشئ لېوه راغی! خلک: نه هسې ټوکې کوي، وږی شوی!!]

یو پخوانی نکل

سطحي شننې

لا هم، ښکاري چې سیاسي مشران او نوماندان له خپلو سطحي او کلیشه­يي او کوڅه­يي شننو نه‌شي را خلاصېدلی. دوی ورو ورو د خلکو پر وړاندې بایلوده، خلکو تر دوی ژورې او ښې شننې وکړې. د خلکو غبرګون په بېلابېلو بڼو ښکاره کړه چې تر دوی لا ښې کتنې کوي. د ابن خلدون خبره سمه وخته چې هر کله  واکداران او مشران، کورنۍ او دوستان یې د سهولت او عشرت په فضا کې ورک شي، بیا یې ګومانونه او اندازونه بدل شي. داسې شي چې ګومان کوي خلک هېڅ نه‌پوهېږي، خلک هېڅ نه‌شي کولی، خلک په دې نه‌دي او په هغې نه‌دي. بیا پس له کلونو همدې عشرت کې داسې وخت راشي چې یو ناڅاپه له خوبه پاڅېږي او ګوري چې خلکو ترې زیات مزل کړی وي او مخکې تللي وي. د دوی عقل او هوښیاري، د دوی برداشت او ذهني جوړښت د ټولنیز روان بهیره لږ اغېزمن شوی وي او په همدې لحاظ یې له ټولنې واټن اخیستی وی.

دوی هغه مهال ګوري چې هر څه له دوی وړاندې روان دي، ځوانان تر دغو سپین‌ږیرو او زړو مخکې ځي او د دوی پر چارو او پرېکړو نیوکې کوي، هغه کسان چې دوی به یې په کلونو کلونو نه لیدل، هغوی پر دوی ملنډې وهي. زمونږ سیاستوال په دې ذهن اخته شوي ول چې خلکو ته یې د څارویو ګومان کاوه. دوی فکر کاوه چې هرکله به خلک په دوی پسې منډې وهي، دوی چې کله غږ  وکړي هلئ زما برخه یې کمه کړه، بحران دې راشي!! نو خلکو به د بحران په مثال جوپه جوپه خېزونه وهل او سیستم به مات او لا مات وه.

هغه مهال چې خلک تر دوی وړاندې شي، نسل له دوی مخکې روان شي او چارې پرته له دوی ښې روانې شي، مسأله بل ډول بحراني شي!!

هرڅومره چې د سیاسي مشرانو شننې ژورې او اساسي شي ولس یې خپل او صادق احساسوي. دا یوه هسې سیاسي ـ ټولنیزه قاعده ده چې په عمل او تجربې ثابتېږي. د زیاتو ټولنو د یوې خاصې کچې فضا کې همدا کلیت په همدې بڼه ثابتېږي. هر کله چې مشران خاینان شي، ولس پخپله لاس په کار شي او هر یو غواړي یا دا چاره ترسره کړي یا یې یوه برخه سر ته ورسوي. که څه هم دا به ښه پایله و نه ‌لري ځکه نامنظمه او له سلګونو مسیرونو سره به مخ وي، خو د خاینو مشرانو راخلاصېږي.

بل مخ، که هر کله مشران داسې شننې وکړي چې د ملت د بدن دردونه ورسره احساس شوي وي او د ټولنې د روح تسکین ورسره کېږي، بیا هغه مهال ټولنه ورو ورو ځان ارامه احساسوي. یو ټولیز باور داسې را منځ ته کېږي چې پر خپلو مشرانو باور وکړي او هغوی خپل استازي وبلي. د افغانستان تېره څلوېښت کلنه فضا همداسې وه. دومره ککړه او دوړنه فضا منځ ته راغلې وه چې هر څوک په کې پورته کېناستلی شول او د تحلیلونو سطحه او ارزونه نوره له منځه لاړه. چا په کې ویل چې د افغانستان جوماتونه باید وران شي چا ویل خلک یې باید ووژل شي!! چا یې د اوبو فیصلې مذهبي کولې چا یې د افکارو د مخنیوي لپاره کوډونه جوړول.

ټوله د بې اعتمادۍ فضا هغه وخت بشپړه شوه چې د بدمرغیو خپل‌منځي انسجام جوړ شو. نااهله او خاینو مشرانو ځانونه پر خلکو مشران وبلل. دوی په کاذبو څېرو او کارونو کې تعریف شول. رغېدا او سمون انسجام نه درلود او زړه سواندو او ژورو خلکو انزوا او ناهیلي تجربه کوله.

ماته هغه خبرې په ذهن کې را تاوېږي چې د ولسمشر په لومړي کال هغو اورجنو ګټپالو ملګرو راته ویل چې دی هسې یو لکچروالا دی د ده په ریاست او سیاست څه! ما به خپلې کړې خبرې نه شوې را ټولولی او فکر مې کاوه چې کېدی شي د دوی خبره سمه وخېژي. په هر حال، دا دی اوس څلور کاله وروسته راته ښکاري چې د خاین او صادق توپیر په بشپړه کېدونی دی. نن ټول سیاسي غداران او ماران ورو ورو رسوا شول، د وطن چیغې چې په کومو تحلیلونو او مطبوعاتي کنفرانسونو کې پورته کېدې ورو ورو په منځ­تشو خبرو بدل شوي چې فیسبوکي خریداران هم نه لري. نن به د خاینو پر پلویتوب خلک وشرمېږي. څنګه له دومره شویو او روانو کارونو او رغېدنو سترګې پټولی شو؟ حال دا چې ځینې پرېکړې شته چې د حکومت او ولسمشر د سیاسي دریځ او مدیریت په هکله او په ټوله کې د ده د ګټورتیا په رابطه زموږ له سیاسي او ارزونیز عقلانیت سره مرسته کوي:

 

د چارو چټک او څو اړخیز بهیر

د حکومت په څو کلن عمر کې له څو اړخو چارې روانې دي او دا بهیر په ځینو برخو کې سخت ګړندی دی. آن چې ځینې مهال حس کېږي د پروژو او پروګرامونو تطبیقوونکي یې د ښه ترسراوي لپاره تر موږ زیات حرص لري. دا هغه څه دي چې اجازه راکوي، په هېواد او ټولنه کې هسې خلک هم ولیدل شي چې نه خیانت پلوي دي او نه وطن پلورونکي. دوی د خپل هېواد لپاره کار کوي او ژوند یې هم ورسره تأمین دی. د هغو کسانو د ژوند او دریځ په خلاف چې د ټول وطن تاوان او بربادۍ کې خپلې شخصي ګټې تضمین کړې!!

چارې په یوه بڼه نه تحلیل کېږي. اوس د وطن کارونه بنسټیز، روان او چټکې چارې دي چې اوږدمهاله، منځ‌مهاله او لنډمهاله لیدلوری لري. هغه کسان هم پېژنم چې په واقعي مانا ورته همدا فعالیتونه معیارونه ول، نن ورو ورو قانع شوي چې دا نور خاینان یوازې یوه خبره لري: غني د خپل کمپاین لپاره دا کارونه کوي. حال دا چې دوی د خپلو برلاسیو پر مهال هم د ده لسمه کار نه‌ دی کړی.

اوس له اعلامیو او ناکامو ناستو او ذات‌البیني جلساتو ورهاخوا هېڅ لاسته راوړنه نشته. هېڅ منطق نه دی پاتې چې خلک او دا هوښیار نسل ورسره قانع شي! د دوی تحلیلونه اوس د چارو په هکله زښت خالي او تش ختلي دي. هېڅ یو اړخ هم نه شي کولی خپلې برنامې دغه پوښتنپال ملت ته وړاندې کړې. دا وړاندوینه هم څرګنده ده چې د کمپاینونو پر مهال به خلک له دوی څخه د دوه ورقو طرحو غوښتنه وکړي او دوی به یې ځواب نه لري. ټول ملګري د هغې لړۍ شاهدان دي چې هوښیار ځوانان یو په بل پسې د دوی له حلقې راوتل او تر نن ورځې پرې شرمېږي.

د بحران مسأله مطرح کول په داسې شرایطو او وضعیت کې ستر ننګ لري. پخوا به هر یو زورواکي د فشار راوړلو لپاره ادبیات غلا کول. ځینې به بېخي پوهېدل نه او د جمهوري ریاست په معاونیت کې به یې د فرزانه ناز سندرې په موبایل کې کتلې! خو چې کله یې وار د واره خطا وه بیا یې خلکو ته ورمنډې وهلې او د بحران مسأله به یې مطرح کوله. نن د دغه بحران چې دوی یې وايي هم پرتوګ وتلی هم یې خوله نشته. دا بحران نور په جعلي څېره او کاذب وجود نه شي راتلی.

اوس د جوزا اخطارونه دومره له منځه تش او بې اثره دي چې دوی لا ویلې نه وي پر مخ یې لګېږي. همدا یې د شرم او ماتې نښه نه ده نو څه ده چې اوس کله وايي څو ورځې وروسته، کله وايي له اختر پسته کله وايي اخطار ورکوو څو ورځې وروسته دې ووځي له ارګه!!! دا د څو ورځو خبره له ځانه سره سخت شرمېدلی حس لري. ولې دوی نه پوهېدل چې د جوزا اوله څه وخت ده!؟ او یا نه پوهېدل چې د ولسمشر دریځ څه دی؟ یا ... خبره دا وه چې تحلیلونه ټول خطا وتلي دي او څرګنده نتیجه مې دا ده چې نور سیاست د ماشومو افکارو او خیالاتو له ولکې وتلی، پورې وتلی او سم میداني افغان غواړي.

نن خلک د زیات فشار او نارامۍ له تجربې سره سره نور پر دوی باور نه کوي. د دوی بدمرغي په دې کې ده چې هسې مهال سیاستوال شول چې نورې ګټې په پخواني روش نه ترلاسه کېدې. دوی داسې وخت کې هوښیار شول چې هر څه له لاسه وتي ول. دوی زښت د خلکو له مسیر او منزله بېرته پاتې شول. د خلکو مشران د خلکو نه مخکې روان وي او خلکو ته لارښوونه کوي چې داسې راشئ. مګر دوی پاتې راغلي چې خلک او ټولنه په کومه خوا روانه شوه. له دې وروسته وضعیت به تر دې لا هم د خندا وړ وي او د افغانستان په مطبوعاتي او رسنیزه مېډیا کې به د کمېډ سیاست ادبیات زیات او بېلګې ګڼې شي.

د هغو سیاستوالو خامو مغزونو ته تسلیت وایم چې د خپلې سیاسي مړینې جنازه او کبر هم نه شي تشخیصولی.

شریک کړئ

ورته مطالب