Post Image

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان سولې په پروسه کې د ښځو پر نقش او ونډې یوه مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په حواله، طالبانو ژمنه کړې چې د ښځو له حقونو به ساتنه وکړي، خو په ورته وخت کې همدا ورځپاڼه پوښتي چې ایا واقعاً همداسې به وشي؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندهار ولایت کې د يوې څارنوالې زینب فایض کیسه رااخېستې او وړاندې لیکي چې زینب د وکالت پرمهال ۲۱ نارینه د خپلو مېرمنو او کوژدنو د وهلو ټکولو په تور زندان ته غورځولي دي.

د مقالې لیکوال لیکلي، غوښتل یې چې کندهار ولایت ته سفر وکړي او له څارنوال زینب فایض سره له نږدې وګوري، خو خبر شو چې زینب د طالبانو د ګواښ له امله کندهار پرېښی دی.

ورځپاڼه وايي، طالبانو مېرمن زینب ته د یوه لیک په ترڅ کې ګواښ کړی و چې له دې وروسته به یې موخه وي.

 زینب په دې اړه ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو هغې ته د لیک په استولو سره ثابته کړه چې څنګه خلک دي او څه فکر لري.

فایض اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسي.

د ورځپاڼې په خبره، افغان ښځو چې د طالبانو تر رژیم وروسته ځینې ازادۍ خپلې کړې دي، نه‌غواړي چې له لاسه یې ورکړي.

د ورځپاڼې د لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د ښځو له حقونو به ساتنه وکړي، خو ګڼ شمېر ښځې بې‌باوره دي چې دا ډله دې په خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي.

ورځپاڼې څو مشهورې افغان مېرمنې یادې کړې دي. له دې ډلې ورځپاڼې د انتخاباتو  خپلواک کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په حواله لیکلي، ځکه یې له طالبانو سره له نږدې ولیدل چې فکر کوي «وینه په وینې» نه مینځل کېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب