Post Image

په ۲۰۰۷ زیږدیز کال، پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په هیله له هغه طالب مشرانو سره د انډیوالۍ تارونه وغځول چې له پاکستانه خوابدي شوي وو او د طالبانو پر غورځنګ د پاکستان د نظامي او استخباراتي ځواکونو له اغېز او نفوذ سره یې مخالفت درلود. حامد کرزي دوی "ښه طالبان" بلل. په عین حال کې کرزي له هند څخه وغوښتل چې له "ښو طالبانو" سره اړیکې سمې کړي، خو پرناب مکهرجي چې هغه مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر وو، وویل چې طالبان ترهګر دي او ترهګر چې په تاوتریخوالي باور لري، ښه او بد نه لري.

خو څه باندې یوه لسیزه وروسته، د افغانستان سولې په تړاو په مسکو کې کېدونکې غونډې ته چې ۲۰۱۸ کال په سپمتبر کې ترسره کېده، هند په دې غونډه کې د ګډون لپاره رسمي استازي اعلان کړل. دا چې د مسکو لومړنۍ ناسته د افغان حکومت له انتقاد وروسته وځنډیده، دویمه ناسته یې د همدې کال په نومبر میاشت کې جوړه شوه، چې د امریکا، روسیې، ایران، پاکستان استازو، د طالبانو د قطر دفتر او د افغانستان د سولې عالي شورا غړو په ګډون، دوو هندي متقاعدو ډیپلوماټانو آمرسېنها او ټي سي آر رګاون په غیر رسمي توګه هم په‌کې ګډون وکړ. دا لومړی ځل وو چې طالبان او هندي استازي مخامخ سره کېناستل.

د افغان سولې په تازه پړاو کې چې شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې، چې د زلمی خلیلزاد لخوا پېل شو، د افغان حکومت او هند څخه پرته، د افغانستان ګاونډي هیوادونه، سیمه ییز قدرتونه او حتی د منځني ختیځ او اروپا ځینې هیوادونه ښکیل شول. هند چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې د بنسټونو جوړولو، بشري مرستو او پانګونه کې میلیاردونه ډالر مصرف کړي دي، د سولې په روانه پروسه کې د هند نه شتون په ډیلي کې د پخوانیو ډیپلوماټانو او څېړونکو ترمنځ پوښتنې راپورته کړې دي. بلخوا د مسکو غونډې ته په غیر رسمي توګه د متقاعد ډیپلوماټانو لیږل او د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه خبرپاڼه چې په‌کې لیکل شوي وو چې هند به د افغانستان سولې اړوند په ټولو ناستو کې ګډون کوي. د افغانستان سولې په اړه د هند وروستي اقدامات د دوی په دودیزه تګلاره کې د بدلون څرکونه بلل کیږي.

د افغانستان سولې په اړه د هند بدلېدونکې تګلارې پوهېدو لپاره ضروري ده چې لومړی د افغانستان په اړه د هند په بهرنۍ تګلاره باندې پوه شو.

د افغانستان په اړه د هند بهرنی سیاست

اویناش پالیوال چې د انګلستان په SOAS پوهنتون کې لیکچرر او د افغانستان او هند د اړیکو په اړه یې د My Enemy’s Enemy په نوم کتاب لیکلی، پدې اند دی چې د افغانستان پر وړاندې د هند بهرنی سیاست له درېیو عواملو څخه اغیزمن شوی: ۱- هند غواړي چې له کابل سره د اړیکو ټینګولو په مرسته پر پاکستان د افغانستان اتکاء کمه او پر کابل د اسلام اباد نفوذ کم او یا هم انډول رامنځته کړي. ۲- بهرنيو او نړیوالو فشارونو تل د افغانستان په اړه د هند بهرنی سیاست اغیزمن کړی دی. د بُن په ناسته کې چې هند پکې ګډون نه درلود، د نړیوالو فشارونو له امله اړ شو چې حامد کرزی د لنډمهالې ادارې د مشر په توګه ومني. هند غوښتل چې تر طالبانو وروسته افغانستان کې باید غیرپښتون چې د شمالي ټلوالې ملاتړ ولري، واک ته ورسیږي. ۳ـ د هند افغان بهرنی سیاست د بېلابېلو افغان حکومتونو د لومړیتوبونو، سیاستونو او د پاکستان په اړه د هغوی د دریځونو سره سمه جوړوي. د بیلګې په توګه: افغان کمونست حکومت، شمالي ټلوالې، حامد کرزي او تر ۲۰۱۵ وروسته اشرف غني د پاکستان پر وړاندې سخت دریځونه درلودل، هند ورسره ټینګې دوستانه اړیکې درلودلی. خو طالبانو (۱۹۹۶- ۲۰۰۱) او اشرف غني په (۲۰۱۴-۲۰۱۵) کلونو کې له پاکستان سره چې ښې اړیکې درلودلی، هند د افغانستان په اړه بهرني سیاست کې بدلون راوست، د طالبانو پر ضد یې د شمالي ټلوالی ملاتړ پیل کړ او د اشرف غني په حکومت کې یې له اپوزیسون سره اړیکې جوړې کړې او هم یې پر یوشمېر پروژو کار په ټپه ودراوه.

د افغانستان په اړه د هند بهرني سیاست جوړونکي په دوو ډلو(حمایت کوونکي Partisan او پخلا کوونکي Conciliator) ویشل شوي دي. لومړۍ ډله په‌دې اند ده چې په افغانستان کې باید پر پاکستان ضد ډلو او افرادو سیاسي او مالي پانګونه وشي. دوی له پاکستان پلوه ډلو سره اړیکې جوړول بې ګټې بولي. دې ډلې هند مجبور کړ چې د افغان کمونست حکومتونه، شمالي ټلواله او د حامد کرزي ادارې څخه په هر حالت کې ملاتړ ته دوام ورکړي. وروستۍ ډله په‌دې ټینګار کوي چې هر هغه ډله/ افراد چې په واک کې وي، هند باید د خپلو ګټو د خوندیتوب او پر کابل باندې د اسلام اباد او ډیلي د نفوذ ترمنځ انډول رامنځته کولو لپاره، ورسره اړیکې وساتي. ضروري نه ده چې واکمنه ډله له پاکستان سره څنګه اړیکې لري. د دوی په اند، پخلاکوونکې تګلاره به نه یوازې د افغانستان کورنی سیاست باثباته کړي، بلکې پر کابل به د پاکستان د زیات نفوذ مخنیوی وکړي او هم به له واکمنې ډلې څخه د هند ګټو د خوندیتوب ضمانت واخیستل شي.

د هند او طالبانو د اړیکو او خبرو نه رامنځته کېدلو عوامل:

طالبان چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې پر افغانستان واکمنان وو، د پاکستان سیاسي، نظامي، او مالي ملاتړ یې درلود او هم یې له اسلام اباد سره ښې اړیکې درلودې. د طالبانو په رژیم کې د اسلام اباد پراخ نفوذ د دې لامل شو چې هند په افغانستان کې خپل سفارت وتړي او د طالبانو پر ضد، د روسیې او ایران سره څنګ په څنګ د طالب ـ ضد شمالي ټلوالې ملاتړ وکړي. طالبانو د خپل حکومت په لومړیو کې له هند سره د سفارتي اړیکو د غځېدو غوښتنه وکړه خو هند یې دا وړاندیز رد کړ. د طالبانو له سقوط وروسته، هند په افغانستان کې د نوي رامنځته شوې ادارې سره سفارتي اړیکې بیا پرانیستې، د سیمې تر بل هر هیواد یې زیاتې بشري مرستې، سیاسي او نظامي ملاتړ او اقتصادي ښکیلتیا زیاته کړه. هند د طالبانو د وسله والې مبارزې پر وړاندې د افغان حکومت ترهګرۍ ضد تګلارې څخه ملاتړ وکړ او هم یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته نظامي او لوژستیکې مرسته ورکړه.

 هند، له ۲۰۰۲ کال د "ښه ګاونډیتوب" او د "دوه اړخیزه دوستانه اړیکو" د تړونونو پر اساس د افغان حکومت مشروعیت ته قایل دی. د هند په اند، له طالبانو سره پټې او ښکاره اړیکې ساتل د افغان حکومت مشروعیت داغداره کوي.

هند اوس هم د طالبانو پر وړاندې د نویمو کلونو تګلاره تعقیبوي او د طالبانو پر وړاندې له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي. په‌داسې حال کې چې د هند د نویمو کلونو د تګلارې دوه همکار هیوادونه (روسیه او ایران) له طالبانو سره ښکاره اړیکې لري.

تېر کال مې په هند کې له "کبیر تنیجا" چې له Observer Research Foundation سره د څېړونکي په توګه کار کوي، د هند او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د خنډونو په اړه وپوښتل. تنېجا د نورو عواملو ترڅنګ یو عامل دا هم په ګوته کړ چې که چېرې هند له طالبانو سره اړیکې جوړې او د افغان سولې پروسه کې ګډون وکړي، د کورني فشارونو له امله به ډيلي مجبور شي چې په کور دننه له جنګېدونکو یاغیانو سره هم مذاکراتو ته کېني، په داسې حال کې چې ډیلي، کورني یاغیانو ته نظامي ماتې ورکول غواړي.

طالبان چې د پاکستاني نظامیانو ملاتړ لري او له ډېورنډ کرښې اخوا د پاکستان په لویو ښارونو کې د رهبرۍ، نظامي، سیاسي او مالي کمېسیونونو مرکزونه لري، د سولې په اوسنۍ پروسه کې هم د پاکستان تر واک لاندې دي. هند د پاکستان تر کنټرول لاندې د سولې پروسه نیمګړې بولي او هندي څېړونکي په‌دې اند دي چې پاکستان له دې لارې اقتصادي امتیازات ترلاسه کول، د کشمیر مسئلې حل او په کابل باندې سیاسي او اقتصادي نفوذ زیاتول غواړي. په‌داسې پروسه کې چې د پاکستان رول په‌کې ډېر او افغان حکومت منزوي شوی وي، هند په‌کې له ګډون کول څخه ډډه کوي.

تر ۲۰۱۴ کال وړاندې، امریکا او انګلستان له هند څخه وغوښتل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او نظامي (له افغان ځواکونو سره د وسلو، لوژستیک او روزنې په برخه کې) مرستې زیاتې کړي. دوه کال وړاندې چې ډونالډ ټرمپ د جنوبي آسیا لپاره تګلاره اعلان کړه، له هند څخه يې د افغانستان په راتلونکی کې د زیات رول اداء کولو غوښتنه وکړه. که څه هم د سولې په روان پړاو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د پرمختګ په اړه، وخت پر وخت هندي چارواکو ته معلومات ورکوي خو لکه د سیمې د نورو هیوادونو-ایران، روسیې، پاکستان او چین- په څېر هند د سولې اړوند ناستو کې زیات رول نه دی لوبولی. نه یوازې پاکستان د سولې په پروسه کې د هند پراخ ګډون مخه نیسي بلکې امریکا هم د هند ګډون سره لیوالتیا نه لري.

د افغانستان په چارو کې د هند محدودیتونه

له افغانستان سره د ګډې پولې نه شتون، جغرافیاوي لریوالي او د دواړه هیوادونو په منځ کې د پاکستان موقعیت هغه عوامل دي چې له کبله یې د اسلام اباد په پرتله د کابل په چارو او اړیکو جوړولو کې د ډيلي لاسونه تړلي دي. په تېرو ۱۸ کلونو کې هند په افغانستان کې د بیارغونې، پانګونې او بشري مرستو له امله د افغانانو په منځ کې ښه شهرت ترلاسه کړی. هند د همدې شهرت او حیثیت د ساتنې لپاره د افغانستان جګړه کې له نظامي حضور او هم د جګړې د ختمولو حللارو پیدا کولو لپاره کومه هڅه و نه کړه. هند پدې اند وو چې نظامي حضور او له طالبانو سره اړیکې جوړول به د افغانانو په منځ کې د دوی ګټلی اعتبار خام کړي.

 هند په افغانستان کې د نظامي نشتون او د جګړې ختمولو په چارو کې لیوالتیا نه ښودل یو لامل د ظرفیتونو نه شتون هم بلل کیږي.هندي چارواکي په‌دې اند دي چې نړیوال ځواکونه په دومره لوی ظرفیت سره بیا هم د افغانستان مسئلې په حل کولو کې پاتې راغلل، د افغان مسئلې حل، د هند له نظامي حضور او په یوازې ځان د حللارې پیدا کول د دوی تر وسې پورته کار دی. هند په افغانستان کې تل د خپلو ګټو د ساتلو لپاره له داخلي او بهرنيو همکارانو څخه کار اخیستی دی. په اتیایمو کلونو کې هند په کور دننه د افغان کمونست دولت او په بهر کې د شوروي روسیې په ملاتړ خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کولی. د طالبانو په دوره کې یې په کور دننه شمالي ټلواله له ایران او روسیې سره په ګډه حمایه کوله. له ۲۰۰۱ کال راهیسې د امریکایي ځواکونو لخوا رامنځته شوی امنیت هند ته په افغانستان کې د زیاتې ښکیلتیا زمینه مساعده کړې ده. په تېرو ۱۸ کلونو کې هند چې د امریکا په حضور زیاته تکیه کړې وه، اوس د امریکایي ځواکونو له وتلو له امله هند نه یوازې د راتلونکي په اړه اندېښمن دی بلکې له طالبانو سره د اړیکو جوړولو چانس یې هم له لاسه ورکړ.

د سولې په اوسني پړاو کې له منزوي کېدو سره بیا هم هند د یوشمېر عواملو له مخې په‌دې پروسه کې ګډون کولو ته لیوالتیا لري.

د هند د لیوالتیا لاملونه:

پاکستان چې د سیمې تر بل هر هیواد ډیر، د سولې په پروسه کې فعال او پرې نفوذ لري، هند نه غواړې چې په‌دې سیالۍ کې شاته پاتې شي. هند له داسې افغانستانه وېره لري چې پاکستان پلوه ډله پکې بشپړ واک ترلاسه کړي او افغانستان یو ځل بیا په کشمیر کې د جنګېدونکو وسله والو په پټنځای او روزنځای بدل شي. ډیلي غواړي چې په‌دې پروسه کې نه یوازې د دوی ګډون به د پاکستان نفوذ پرې کم کړي بلکې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د غیر یقیني حالت څخه د ډار له امله غواړي چې په سباني افغانستان کې خپلې ګټې خوندي او غوښتنې مطرح کړي.

هند چې له افغان حکومت سره ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی، یوازنۍ هیواد دی چې د سولې په پروسه کې د افغان حکومت په ګډون ټینګار کوي. په‌دې پروسه کې د ګډون له امله به هند وکولای شي چې د افغان حکومت په ملاتړ لابي وکړي او هم به پاکستان ته د زیاتو امتیازاتو ورکولو مخنیوی وکړي. هند په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو پانګونې، بشري قوې او نفوذ د خوندیتوب لپاره د سولې په پروسه کې خپل ګډون لازمي بولي.

هند د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځایونو او روزنځایونو له بدلیدو مخنیوی غواړي. همدا وېره په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي اکبر دین هم ښکاره کړه، هغه د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې له امریکا وغوښتل چې 'د ترهګرو پټنځایونه ختمول دې د سولې لپاره اساسي شرط وټاکل شي.'

یو بل لامل دا هم کېدای شي چې له طالبانو سره د سولې په اړه، په افغانستان، سیمه او نړۍ کې عمومي اجماع رامنځته شوی ده. نه یوازې افغان حکومت، بلکې ګاونډي هیوادونه او د امریکا او روسیې پر شمول سیمه ییز او نړیوال هیوادونه هم د افغان جګړې د حللارې موندلو لپاره راضي شوي دي. د هند د نویمو کلونو د طالبانو ضد دوه هیوادونه ـ ایران او روسیه ـ اوس له طالبانو سره ښکاره اړیکې لري. همدې ستراتیژیک بدلون هند اړ کړی چې ځان له انزوا څخه راوباسي او د افغان سولې په پروسه کې ښکیل شي.

هند څه ډول سوله غواړي؟

هند په افغانستان کې "د افغانانو تر کنټرول لاندې، د افغانانو په مشرۍ او د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي'. هند د سولې په هر ډول خبرو کې د اوسني افغان حکومت په ګډون ټینګار کوي. د هند د ملي امنیت مشاور اجیت ډوول د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې افغان ولسمشریزې ټاکنې او سوله دوه بېلې پروسې وبللې او د سولې لپاره د ټاکنو ځنډېدل او لنډمهالي حکومت رامنځته کېدل یې رد کړل. که د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې نوی حکومتي جوړښت رامنځته کیږي هند به یې هغه وخت ملاتړ وکړي چې په دی جوړښت کې د پاکستان نفوذ کم وي.

هند په دودیزه توګه د افغانستان د جګړې د حللارې لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی، خو د امریکایي ځواکونو د مسؤلانه وتلو څخه په داسې حالت کې ملاتړ کوي چې په پایله کې باید په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي او د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په څېر ناورین رامنځته نه شي. راکېش سوډ چې یو مهال په افغانستان کې د هند سفیر وو، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو شکمن دی، د هغه په اند، د دې خبرو موخه امریکایي ځواکونو وتلو ته پرامنه لاره پرانیستل دي، نه افغان جګړې ختمول. که د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو کې، کابل له ۱۸ کلنو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي او هم د طالبانو په بڼه کې د پاکستان د نفوذ مخنیوی وشي، هند به د سولې پروسې له سبوتاژ کولو لاس واخلي کنه، دوی به یو ځل بیا له ځانګړیو ډلو ملاتړ پیل کړي. هندۍ خبریاله "برخه ډټ"  تازه په یوه مقاله کې لیکلي چې د هند د مرکزي حکومت له لوري د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمول د افغان سولې سره مستقیم اړخ لري. د هغې په اند، د هند دا کړنه د سولې پروسې سبوتاژول، پدې پروسه کې د ګډون ترلاسه او هم د پاکستان کنټرول کمولو پر موخه شوي وو، همغه و چې پاکستان د کشمیر د مسئلې حل له افغان سولې سره وتړلو او د بن بست د حل لپاره زلمی خلیلزاد له دوحې څخه ډيلي ته سفر وکړ، تر څو د هند تازه اقدامات د سولې خبرې سبوتاژ نه کړي.  آمر سینها چې یو مهال په کابل کې د هند سفیر وو، پدې اند دی، چې د افغان سیاسیونو ترمنځ د بې اتفاقۍ له امله، هند نه شي کولای چې دوی د سولې په پروسه کې د طالبانو پر وړاندې منسجم کړي، ډیلي باید د دې موخې لپاره په حکومت کې دننه او بهر له ملتپالو افغانانو سره اړیکې ورغوي چې د طالبانو او پاکستان د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو کې خنډ رامنځته کړي.

طالبان چې نور له جګړې ستړي شوي او سولې ته یې لیوالتیا زیاته شوې،  د افغانستان د سیاسي نظام نه بېلیدونکې غوښنه برخه باندې بدلېدونکي دي. په قطر کې د طالب مشرانو له خبرو داسې معلومیږي چې د سولې خبرو په پایله کې دوی پر واک د بشپړ انحصار ملاتړ نه کوي، بلکې د پراخ بنسټه او افغانستان شموله حکومتي جوړښت په رامنځته کولو باور لري. د دوی په اند د سولې له تړون وروسته به اوسنی ۱۸ کلن نظام پر خپل ځای پاتې، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره دوه اړخیزې ډېپلوماټیکې اړیکې، نړیوال سازمانونو کې غړیتوب او نړیوالو کنوانسیونونو منلو ته به دوام ورکوي. پداسې حال کې هند ته په کار دي چې له طالبانو سره د Partisan پر ځای له Conciliator سیاست څخه کار واخلي، او د خپل اوسني نفوذ او اعتبار د دوام لپاره باید له طالبانو سره اړیکې ورغوي.

د مسکو په ناسته کې – چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې نه وه- د هند د غیر رسمي استازو ګډون او د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه -چې په‌کې د افغان سولې اړوند هر ډول ناستو کې د هند په ګډون خبر ورکړ- د افغان سولې په اړه د هند په دودیزه تګلاره کې د بدلون نښې ګڼل کیږي. تېره اونۍ د ډونالډ ټرمپ او د نرېندر مودي ترمنځ په ټيلیفوني خبرو کې په افغان سوله کې د هند په رول هم خبرې وشوی. د هندي شنونکو هارش پانټ او اویناش پالیوال له قوله، هند په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره پټې اړیکې نیولې وې، خو طالب مشرانو تر سولې وروسته په افغانستان کې د هند په پانګونې، اتباعو، او مشروع ګټو د مصؤنیت په اړه ضمانت نه وو ورکړی. خو بیا هم  د طالبانو په رهبرۍ کې ځینې غړي شته چې پر خپل غورځنګ د پاکستان کنترول نه خوښوی او هم له هند سره دښمني کول نه غواړي. هند به تر سولې وروسته د هغه حکومتي جوړښت ملاتړ وکړي چې د اوسني حکومت او افغان سیاسیونو په ګډون یې طالبان هم غړي وي.

شریک کړئ

ورته مطالب