Post Image

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، په ټولو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې او تفتيش پروسه په بشپړه توګه سر ته رسېدلې او زياتوي چې د ټاکنو پايلو د اعلان پر وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي دي.

د دغه کمېسيون د وياند مرستيال ذبيح‌الله سادات وايي، د لومړنيو پايلو پر وړاندې د ټولو تخنيکي خنډونو په له منځه تلو سره په څو ورځو کې د پايلو اعلان يقيني شوی او په خبره يې ژر به پايلې اعلان شي.

نوموړی که څه هم د ولسمشريزو ټاکنو لومړنيو پايلو د اعلان کره نېټه نه ښيي خو زياتوي چې په راتلونکې اوونۍ کې به حتمي اعلان شي.

ذبيح‌الله سادات وايي، له بدخشان او فارياب ولايتونو پرته د ټولو ولايتونو د رايو بيا شمېرنې پايلې ورسيدلي دي خو په خبره يې د هوا خرابولي له امله د الوتنو په نه ترسره کيدو سره د يادو ولايتونو پايلې لا هم مرکزي کمېسيون ته نه دي ورسيدلي.

نوموړی زياتوي چې د نن ورځې په اوږدو کې ښايي د بدخشان او فارياب ولايتونو د رايو بيا شمېرنې پايلې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرکزي دفتر ته ور ورسېږي.

د ولسمشريزو ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان ځکه ځنډنی شو چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم په ۷ ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې او تفتيش پروسې ته اجازه نه ورکوله.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه