Post Image

د تېر په دوام د فرهنګ د اصطلاح د تاریخ په اړه مو بحث دا و چې فرهنګ د یوه پېچلي تولیدي میکانیزم په توګه له کله چې بشر په ګډه ژوند کولو ته غاړه ایښې او د خپل نسل د بقا په موخه یې د زېږونې، خوړو د موندلو او زېرمه کولو چل زده کړی دی، د فرهنګ تاریخ هم له همدې ځایه پیل شوی دی. دلته د یوې مشهورې مغالطې د مخنیوي په موخه د « فرهنګ د تاریخ» او «فرهنګي تاریخ» د اصطلاحاتو ترمېنځ توپیر ته اشاره ضرور ده. د دې لیکنې بحث هم په همدې موضوع ګانو دی.

«فرهنګ» د یوې تولیدي پروسې په توګه د بشري ټولنې هومره تاریخ لري. یعنې د فرهنګ تاریخ نږدې ۱۵ – ۲۰ زره کاله لرغونی دی او تر څو د ځمکې پر مخ بشر ژوند کوي، فرهنګ به هم ورسره ژوندی وي، خو د یوې پروسې په توګه د زمان او مکان په نظر کې نیولو سره به ادلون بدلون مومي.

فرهنګي تاریخ بیا د همدې پروسې د ادلون بدلون د مطالعې تاریخ دی. دا پروسه د تاریخ په اوږدو کې د مدنیت، ثقافت، تهذیب، کلتور، ادب، ښوونې، معاملاتو او نورو اصطلاحاتو په توګه یادونه شوې ده.

فرهنګي تاریخ په حقیقت کې د یوه علمي ډیسپلین په توګه د فرهنګي مطالعاتو د تاریخ ابتدايي بڼه ده چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸مه میلادي پېړۍ کې د یوه ټولنیز حقیقت په توګه د «فرهنګ» یا کلتور اصطلاح د ټولنیزو علومو د پوهانو د پاملرنې وړ وګرځېدله.

 

فرهنګي تاریخ یا د فرهنګ د مطالعاتو تاریخي بهیر

د فرهنګي مطالعاتو ابتدايي بڼه هم لکه یو شمېر نور بشري علوم په اروپا کې له رونېسانس وروسته د روښاندۍ په پېر کې ریښه لري. خو د یوه خپلواک منځریښتیز علمي ډیسپلین په توګه د فرهنګي مطالعاتو ظهور د شلمې پېړۍ دویمه نیمايي ده چې په ترتیب سره به په راتلونکو لیکنو کې پرې په مشخص ډول بحث وکړو. د یوه علمي ډیسپلین په توګه د فرهنګ د اصطلاح تاریخي بهیر په دوو جلا ډګرونو کې د مطالعې وړ دی.

 

۱ – د مدرینتې یا روښاندۍ د محصول په توګه فرهنګ

 کیسه داسې ده چې د رونېسانس په پېر کې تر ډېره بریده د طبعي علومو د قوانینو د کشف او په سیستماتیک ډول د دې علومو پرمختګ صنعتي انقلاب ته لار پرانیستله. پدې پېر کې په خپل عقل باندې د انسان باور دومره ډېر شو چې د ساینس په واسطه د خپل چاپېریال او طبعیت د اېل کولو فکر ورته په نورو برخو کې هم د تحقیق جرائت ورکړ. کله چې کیسه روښاندۍ ته ورسېدله، د طبعي قوانینو د کشف دې جرئت انسان وهڅولو چې له همدې طبعي قوانینو څخه په ګټې اخیستلو سره د ټولنیزو علومو لپاره هم ورته قوانین ومومي. د سوسیولوژۍ او بیا لږ وروسته د انتروپولوژۍ د علمي څانګو لپاره له طبعي قوانینو ګټه اخیستل او د ټولنې سره د یوه پراخ لابراتوار چلند کول د ټولنیز داروینیزم او د انتروپولوژۍ د فرعي څانګې په توګه د فرهنګي مطالعاتو څانګې د پوهانو پاملرنه جلب کړه.  

د ۱۸مې پېړۍ د روښاندۍ د فیلسوفانو آثارو ته که مراجعه وشي د ټولنیزو علومو لپاره له طبعي قوانینو ګټه اخیستل د فرهنګ د تعریف او مطالعې لپاره هم صدق کوي. کلتور چې د فرهنګ لاتیني بڼه ده، ایتیمولوژیکه ریښه یې د کرنې، کرنیزو توکو د پالنې، تربیې، اصلاح او نمو عمومي نوم دی.   په بل ساده عبارت د وخت ټولنپوهانو فکر کولو لکه څرنګه چې په طبعي علومو کې کلتور د بوټو او نباتاتو د اصلاح او روزنې په موخه کارول کېږي، همداشان دا اصطلاح په ټولنیزو علومو کې د انسان د ذهن، کړو وړو، عقایدو، ارزښتونو، دودونو، ادبیاتو او نورو برخو د پېژندنې، روزنې، اصلاح او نمو د بهیر، لارو چارو او میکانیزمونو لپاره هم کارول کېدلی شي. د انتروپولژۍ علم د پورتني تعریف پر اساس بیا یو بل ګام نور هم مخ ته لاړ او فرهنګ یې د انساني ژوند د څرنګوالي د مطالعې د ډیسپلین په توګه معرفي کړ.

پام مو وي چې تر دې وخته پورې فرهنګي مطالعات د انتروپولژۍ د یوې فرعي څانګې په ټوګه په محدود ډول رامنځته شول. مثلاً په ۱۸۷۱م میلادي کال کې د ټایلر اېډوارډ په نامه یو انتروپولوګ د لومړي ځل لپاره د «ابتدايي فرهنګ» په نامه یو کتاب ولیکلو چې پکې یې د فرهنګ او مدنیت اصطلاحات ګډ وکارول. اېډوارد هڅه کوله چې د انساني ټولنو او ګروپونو د پېژندلو او مطالعې په موخه د دوی پوهه، عقیده، ارزښتونه، هنر، اخلاق، قوانین او نورمونه، دودونه او ټول هغه څه چې یو انسان یې د هماغې ټولنې یا ګروپ د غړي په توګه لري، مطالعه کړل او پر دې ټولو یې په ګډه د فرهنګ نوم کېښود.

په ۱۹مه پېړۍ کې د فرهنګ اصطلاح ځکه یوه اندازه بدنامه ده چې د انټروپولوژۍ په خدمت کې وه او انټروپولوژي بیا د امپریالېزم په خدمت کې وه. د ټولنیزو علومو ډېری پوهان پدې باور دي چې انټروپولوژي په لوېدیځ کې د کاپیټالېست ذهنیت د ګټو په موخه د نورې نړۍ د استعمار د اسانتیا لپاره رامنځته شوی علم دی. انتروپولژستانو د غیر اروپايي انسان د اېل کولو او د مستعمراتو د مدیریت په موخه د دوی تاریخ، فرهنګ او بیوژیکي جوړښت په منظم ډول مطالعه کولو او راپورونه به یې په لوېددیځ کې د امپریالېزم مرکزونو ته لېږدول. په حقیقت کې د نژاد پرستۍ فکر د همدې انتروپولوژیکي مطالعاتو محصول دی. خلاصه د ایډوارډ ټایلر لپاره فرهنګ نه یواځې د یوې ټولنې یا ګروپ د کسبي ارزښتونو چې پورته یې یادونه وشوه، نوم دی، بلکې په عین حال کې د همدې ټولنې یا ګروپ بیولوژیکي ځانګړتیا هم د دوی د فرهنګ یوه برخه ده.

 

انساني ژوبڼ

د پورتني تیوریک بحث د لا روښانتیا لپاره راځئ یو مثال وړاندې کړو. د انسانانو د باغ وحش یا انساني ژوبڼ نوم به مو کله اورېدلی وي. د ۱۹مې پېړۍ د پای او د ۲۰مې پېړۍ د پیل په کلونو کې په اروپا او امریکا کې لسګونه داسې ژوبڼونه جوړ شوي وو چې په قفسونو کې په ډېر بېرحمانه ډول په ځنځیرونو تړل شوي انسانان نندارې ته وړاندې کېدل. دې ژوبڼونو ته د افریقايي مستعمرو تور پوستې کورنۍ، د امریکا سره پوستي د آسترالیا ابورجین اوسېدونکي او د نړۍ د نورو سیمو ځايي اوسېدونکي راوړل کېدل او اروپایانو او امریکایانو د ساعت تېرۍ لپاره په قفسونو کې نندارې ته وړاندې کېدل. پدې ژوبڼونو کې د دوی په اصطلاح د اروپايي فرهنګ او تمدن او د غیر اروپايي فرهنګ ترمېنځ توپیرونه نندارې ته وړاندې کېدل. دې ژوبڼونو ته په علمي اصطلاح نژادي نندارتونونه ویل کېدل چې په کې اروپايي ماشومانو او کورنیو ته  د اروپایانو او «پرمختللو بیزوګانو» توپیر ور په ګوته کېدلو. د دې ژوبڼونو تر ټولو مشهور یې د جرمني ایتنوګرافیک موزیم و چې ظاهراً موخه یې د نړۍ د فرهنګونو عملي مطالعه وه، خو په حقیقت کې د نژاد پرستۍ تر ټولو بدنام او غیر انساني تجربه وه چې د فرهنګ په نامه په تاریخ کې ثبت شوه. ملګري کولای شي چې په ګوګل کې د «Human Zoo» په لټولو سره د دې فرهنګي تجربې انځورونه وګوري.

 

۲ – د فرهنګ مارکسیستي تعبیر

په حقیقت کې د تولیدي میکانیزم په توګه د فرهنګ تعریف د مارکسستي ایډیولوژۍ محصول دی. که څه هم مارکس په مشخص ډول د فرهنګ په اړه څه نه دي ویلي خو د نوموړي په علمي میټودولوژۍ کې چې تاریخي ماټریالیزم نومیږي، د ټولنو د ودې او پرمختګ بهیر تشرېح کړی دی چې فرهنګ په کې د یو ډول تولیدي میکانیزم په توګه ځانګړی ځای لري. ځکه فرهنګ په ټولنه کې د تولید او تولیدي اړیکو د څرنګوالي د تشرېح اصلي نوم دی. د فرهنګي مطالعاتو تاریخ یا فرهنګي تاریخ د مارکسسیزم د ایډیولوژۍ وروسته هغه حالت غوره کړ چې نن یې موږ او تاسې د فرهنګ په نامه پېژنو. د اوس لپاره همدومره بس دی. په راتلونکې لیکنه کې به د فرهنګ او سیاست د اړیکو په اړه د همدې تیورۍ په محور کې بحث وکړو.

تر بیا...

شریک کړئ

ورته مطالب