Post Image

د امریکا سینټ لویس ښار کې یوې مېرمنې نوی زېږېدلی مړ ماشوم کابو ۳۷کاله په یخچال کې ساتلی دی.

۳۷کلن آدام اسمیت د خپلې مور په دغه راز د هغې تر مرګ وروسته پوهېدلی.

سمیت وايي دا مسئله یې له هغه وروسته کشف کړه چې کله یې کور پاکولو.

«په یخچال کې یوه قطۍ اېښې وه چې هغه مې خلاصه کړه په منځ کې یې یو کوچنی ماشوم و.» اسمیت وایي، زه ۳۷ کلن یم او مړی همدومره کاله په یخچال کې پټ ساتل شوی.»

نوموړی وايي، مور به یې همېش ورته ویل چې په دغه قطۍ کې د کلیزې کیک د اړتیا وړ توکي دي. سمیت وايي چې ماشوم په یوه ګلابي شال کې پيچلی و، هغه نجلۍ او مړه وه.

مړی تر ډېره مومیايي ته ورته و، بڼه او وېښتان یې لاهم صحیح او سلامت وو. سمیت زیاتوي چې د مړي تر لیدو وروسته یې پولیس له پېښې خبر کړي دي.

په یخچال کې د دغې ساتل شوې ماشومي هویت لا نه‌دی څرګند شوی. پوهان وايي، د ډي ان اې معایناتو وروسته به معلومه شي چې ایا دا د سمیت خور ده او که نه؟ سمیت وايي چې مور به یې تل د خپلې مړې لور یادونه کوله او په خبره یې د دوی خپلوانو به هم د تل لپاره د غبرګونو ماشومانو یاد تازه کاوه.

د سمیت په خبره ژوندی پاتې ماشوم زه یم او په غالب ګومان زما مړه شوې خور همدا یخچالي ماشومه ده.

«خو زه حیران په دې یم چې مور مې د مړینې په وخت کې هم ماته څه ونه‌ویل. له دې داسې اټکل کوم چې په دې کې کوم راز دی چې ښايي د پولیسو تر تحقیقاتو وروسته ورباندې خبر شم.»

شریک کړئ

ورته مطالب