Post Image

ولسمشرغني په ملي شورا کې د کابل او پکتیا ولایتونو وکیلانو ته په خبرو کې ویلي، په راتلونکي کې باید په ټاکنو کې د غمیزې مخه ونیول شي.

ولسمشر له اووه میاشتني ځنډ وروسته د ټاکنو پایلو اعلانېدل د ټاکنیز کمېسیون د پخوانیو کمېشنرانو بې کفایتي وبلله.

ښاغلي غني په ارګ کې ولسي جرګې ته د کابل او پکتیا ولایتونو د نویو استازو د لوړې مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي، د ټاکنو قانون په اړه ستاسې له سره غور کول حیاتي دی.

نوموړي د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په ځنډ اعلانېدو ته په اشارې وویل، د ولسواکه نظامونو د ټاکنو قانون په تاریخ کې دا یوه کمیابه غمیزه وه، چې د ټاکنو پایلې دې اوه میاشتې وخت ونیسي.

ښاغلي غني ویلي:

« په راتلونکې کې باید د غمیزې راپورته کېدو مخه ونیول شي. د خلکو باور باید بېرته راژوندی شي چې په اساسي ډول مهمه ده. رایې باید په روڼیتا سره وشمېرل شي، محاسبه پاکه او شفافه وي او تر خپله وسه د ټاکنو پایلې اعلان شي.»

ښاغلي ولسمشر وړاندې ویلي، د افغانستان ولسي جرګه اوس بشپړه شوه. تر دې وروسته به په ژمنتیا سره دا مهم بنسټ لکه اساسي قانون پر کلیدي وظایفو تمرکز کوي او د افغانانو باور به بېرته ګټي.

ولسمشر زیاته کړې، د دولت د رئیس په توګه درې واړه قوې ورته حیاتي او برابر ارزښت لري او د جمهوري نظام پرمختګ د درې ګونو قوو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ کې نغښتی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې ولسي جرګې اولسمه دوره به د افغانانو لپاره ځلانده دوره وي.

شریک کړئ

ورته مطالب