Post Image

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، افغان حکومت به د شمال امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

محب زياتوي، د هېواد دښمنان غواړي د سيمه‌ييز او سوداګريز ارزښت له کبله د هېواد پر شمال فشار واچوي او حالت په خپله ګټه واړوي، خو په دې کار کې نه بریالي کېږي او حکومت دې برخې ته جدي پاملرنه لري.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شمالي ولایتونو له یو شمېر وکیلانو سره په خبرو کې ډاکټر حمدالله محب وويل:

«د ولایتونو امن او د ستونزو حل، د وسله‌والو مخالفانو ترڅنګ د سیمه‌ییزو زورواکو پر وړاندې اقداماتو ته هم اړتیا لري، چې د ولس استازي یې باید په برخه کې له نظام سره همکاري وکړي.»


له بل لوري، د یادو ولایتونو استازو د امنیتي اندېښنو، زورواکۍ او داسې نورو منطقوي ستونزو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د دې ستونزو د اوارۍ په برخه کې د نظام ترڅنګ ولاړ دي.

دوی وویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د صفونو د پیاوړتیا لپاره تیار دي، چې خپل ځوانان رامخې ته کړي او اوس هم ګڼ شمېر ځوانان د دې انتظار کوي، چې د وسله وال ځواک غړي شي. 
د ملي امنیت سلاکار د دې سیمو له وګړو مننه وکړه، چې تل یې د نظام ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړ، چې له شته ستونزو سره سره، اتل او زړور افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه برلاسي دي او د وسله‌والو مخالفانو ګڼ پلانونه یې له ماتې سره مخامخ کړي.

شریک کړئ

ورته مطالب