Post Image

امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش په اړه پرېکړه يو له هغو مسئلو ده چې طالب او امريکايي مرکچيان پرې د سولې خبرو له پيل تر دې مهاله بحث کوي.

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په خپله يوه تازه مقاله کې د طالب سرچينو په حواله ليکلي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د وتلو په هدف له يوه ۱۴ میاشتني مهالوېش سره هوکړه کړې ده.

 د وسله‌والو طالبانو یوې سرچینې ډيلي ټايمز ته ويلي، په داسې حال کې چې موده وړاندې متحده ایالاتو د ۱۸ میاشتو په جریان کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستنې مهالوېش وړاندیز کړی و، دې ډلې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه پر نهه میاشتني مهلت ټينګار کاوه. خو په مقاله کې ويل شوي، دامهال دغه ډله د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه پر يوه ۱۴ مياشتني مهلت سلا شوې ده.

ځيني نورو طالب سرچينو ډیلي ټایمز ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، له امريکا سره پر ټولو بحث شويو او توافقي مسئلو مشورې دوام لري خو په دې اړه چې له امريکا سره به په احتمالي هوکړه کې کوم نور موارد شامل وي، څه نه شي ويلی.

امریکا له وسله‌والو طالبانو سره د مذاکراتو په لومړيو پړاوونو کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو په اړه د درې کلن مهلت غوښتنه کړې وه، خو طالبانو چارواکو د امريکا له دې غوښتنې سره  موافقه ونه کړه او په څو میاشتو کې یې د يادو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

ورځپاڼې زياته کړې، دواړو خواو تر دې دمه اته پړاوخبرې کړي او قوي احتمال شته چې د افغانستان سولې اړه احتمالي هوکړه به په راتلونکي نهم پړاو کې بشپړ شي خو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ويلي، له امريکا سره د سولې په تړاو د کېدونکې هوکړې لاسليک نېټه لا نه ټاکل شوې.

شاهین تېره اونۍ په دې اړه په خپل ټويټر کې ويلي وو:

«د تړون لاسلیک کولو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، موږ باوري یو چې افغانستان به یو ځل بیا ریښتینې خپلواکي ترلاسه کړي او ملت به پرې و ویاړي.»

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اتو پړاوونو کې امريکا د افغانستان سولې په اړه د يوې بشپړې هوکړې په لټه کې ده او په دې هوکړه کې د جګړې بندولو په هدف پر اوربند ټينګار کوي، خو طالبانو په مکرره توګه د اوربند موضوع رد کړې او دا يې د بين الافغاني مذاکراتو د بحث ټکی بللی دی.

ورځپاڼې ليکلي، تیره اوونۍ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان سولې په اړه د خپل هېواد له مهمو امنيتي چارواکو سره غونډه وکړه او تر يادې غونډې وروسته یې په خپل ټويټر کې وليکل، چې د افغانستان په اړه يې خورا ښه غونډه درلوده.

 ورځپاڼه زياتوي، که له يوې خوا طالبان او امريکا د افغانستان سولې په اړه هوکړې ته نږدې کیږي، له بلې خوا د افغان حکومت ډيپلوماټيکې دستګاه هم د سولې پروسې چټک کولو په هدف توندې هڅې پيل کړي دي.

ډيلي ټايمز ورځپاڼې د يادو هڅو په ترڅ کې د بهرينو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني او په کابل کې د چین سفیر «ډینګ ژیون» د یکشنبې ورځې ليدنې ته اشاره کړې او زياته کړې يې ده چې دواړو لوريو په ياده لېدنه کې د افغانستان سولې په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

شریک کړئ

ورته مطالب