Post Image

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د کارونو د حجم زیاتوالي او شته ستونزو ته په کتو سره ښايي يو ځل بيا د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پايلې په ټاکلي وخت اعلان نه‌شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر مولانا عبدالله وايي، د کمېسيون کاري ظرفيت او په کميسيون کې شته ستونزو ته په کتو سره ښايي لومړنۍ پايلې د عقرب په ۲۳مه اعلان نه‌شي.

نوموړي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل:

«زموږ کاري ظرفیت ته په کتو، د لارې اوږدوالی او هغه ستونزې، چې په مخکې لرو، زما په نظر د لومړنیو پایلو اعلان به د لړم پر ۲۳مه ممکن نه وي، تر دا مهاله د ۸۴۹۴ مرکزونو د رایو د بیا شمېرلو په هدف کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.»

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهال‌وېش له مخې ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پايلې د روانې عقرب مياشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان موده ځنډول شوې وه.

شریک کړئ

ورته مطالب