Post Image

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې د باعزته سولې د تړون لپاره په هڅي کوي.

له طالبانو سره امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد د اتم پړاو خبرو پر مهال ویلي، د سولې یوه باعزته او دایمي تړون ته د رسېدو او یوه مستقل افغانستان لپاره چې بل هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه کړي، سخت زیار باسي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په خپله ټویټر پاڼه کړې دي.

خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی د اګست له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره اتم پړاو خبرې مخته وړي.

ښاغلی خلیلزاد په دې موده کې هند، ناروې او جرمني ته هم سفرونه وکړل چېرته چې ده د یادو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او ځینو نورو مشرانو سره د افغان سولې او ثبات په تړاو خبرې وکړې او اکثرو یې د همکارۍ ژمنې هم وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر او سفیر پیري مایډون ویلي چې د سولې پروسه په چټکۍ روانه ده او تمه ده ژر ښه نتیجه ورکړي.

نوموړي ویلي

«له ډېرو سختیو سره سره د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د هیله مندۍ نښې لیدل کیږي، د سولې پروسه د پراختیا په حال کې ده هیله مند یو چې ژر به ښې پایلي ولري، د ډیموکراسۍ لپاره هم دا چې ولسمشریزي ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه پلان شوې او د ځنډېدو نه دي.»

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د لوی اختر معنی د نفس قرباني کول دي او د افغان جګړې ټول مشران دي هم دا خبره داسې ومنې چې موږ د سولې لپاره زیار باسو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشرغني په ارګ کې په خپل اختریز پیغام کې وویل چې له طالبانو سره سوله غواړي.

ولسمشر ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکې به له هېواده بهر نه ټاکل کیږي په خبره یي:

«زموږ راتلونکی د باندې نه تعینیږي، د افغانستان راتلونکی دغلته په افغانستان کې تعینېږي.»

که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست رسماً هغه رپوټونه چې ګواکې دوی ته د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون مسوده ور استول شوې رد کړل، خو ځینو دولتي سرچینو ویلي وو چې ممکن د اختر په درېیمه یا څلورمه امریکا او طالبان د سولې تړون وکړي.

بلخوا د طالبانو استازیو چې تل یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ځان ته لومړیتوب ټاکلی دا وار تازه ویلي چې دوی له امریکايي پلاوي سره خبرې روانې کړي څو تړون نهایي او اعلان ته یې چمتو کړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د عرفې او اختر په لومړۍ ورځ هم د دوی خبرې تر ناوخته روانې وې

شریک کړئ

ورته مطالب