Post Image

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې باوري سرچينې بي بي سي ته منلې چې ښايي ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لېدنې په هدف امريکا ته سفر وکړي.

سرچينې ويلي، دغه سفر ښايي د سپټمبر په ۱۳مه ترسره شي او په ترڅ کې به يې ولسمشر غني له خپل امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ سره د طالبانو او امريکا ترمنځ د افغانستان سولې احتمالي هوکړې په اړه د افغان حکومت اندېښنې شريکې کړي.

سرچينې زياته کړې چې د دواړو مشرانو ترمنځ د بحث دويم ټکی راتلونکي ولسمشريزې ټاکنې دي او په خبره يې دواړه لوري به د ټاکنو پر اهميت هم مفصلې خبرې وکړي.

امريکا ته د ولسمشر غني د سفر په اړه دغه راپور داسې مهال ورکول کېږي چې ولسمشريزو ټاکنو ته ايله درې اونۍ پاتې دي، خو دې ټاکنو ته د نوماندانو ترمنځ سيالۍ تر بل هر وخت پيکه دي.

له دې سره امريکايي چارواکو هم په مکرره توګه خبر ورکړی چې د ټاکنو په پرتله سوله ورته لومړيتوب لري او له همدې کبله به په افغانستان کې سولې ته تر ټاکنو زيات ترجيحيت ورکړي.

شریک کړئ

ورته مطالب