Post Image

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی د افغانستان او امريکا تر منځ په لاسليک شوو تړونونو پورې اړه لري.

ولسمشر غني دا خبرې پرون ماښام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نانسي پلوسي په مشرۍ د امريکا د کانګرېس له يوه پلاوي سره په خبرو کې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي:

«په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.»

ولسمشر غني زياته کړې، سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي:

«له امریکا سره زموږ مشارکت پایداره وو او پایدار به پاتې شي. د سپتمبر د ۱۱ تراژیدۍ زموږ هیوادونه سره متحد کړل، موږ له افغانستان څخه د امریکا د لازیات ملاتړ او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو.»

دغه راز په دې کتنه کې افغان لوري د ښې حکومتولۍ، تروریزم او اداري فساد سره د مبارزې، د ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو او د پوهنې د ودې په برخو کې د خپلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او پر تلپاتې سولې یې چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي، ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ولسمشر غني د تهدیداتو کُلي وضعیت تشریح کړ او ويې ویل:

«القاعده او داعش لا هم افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دي، طالبان تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکي وګړي خپل هدف ګرځوي، موخه یې داده چې نظام ته زیان ورسوي له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل.»

ولسمشر غني په بريالي ډول د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو ته په اشارې وويل:

«زموږ هېوادوال د ټولو ګواښونو باوجود د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او امنیتي او دفاعي ځواکونو مو په بې پرې توګه د دغه ملي بهیر امنیت ټینګ کړ.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرپاڼه کې راغلي چې ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي وویل:

«په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هیواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي.»

نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او ويې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو په کانګرس کې د دوی لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده.

اغلې پلوسې ټينګار کړی:

((موږ ستاسې د  لاسته راوړنو، تعهداتو او لومړیتوبونو او دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو سره د دوامداره دوستۍ په خاطر ستاسې د هڅو درناوی کوو او زموږ لپاره د دغو ګډو لاسته راوړنو ساتنه لومړیتوب لري.))

ولسمشر غني داسې مهال د امريکا د کانګرېس له پلاوي سره کتلي چې پرون ماښام د امريکا دفاع وزير مارک اسپر هم کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني سره يې خبرې وکړې. نوموړي ټينګار کړی چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د اسپر په خبره، اجازه به ور نه کړي چې يو ځل بيا افغانستان د ترهګرو ډلو په پټن ځای بدل شي.

شریک کړئ

ورته مطالب