Post Image

نیویارک ټایمز ورځپاڼه کاږي چې د سولې له یوه لاریونوال (د سولې ولسي حرکت له غړي) سره یې د مرکې په ترڅ کې موندلې چې عام طالبان څه ناڅه سولې ته لېواله دي او په دې اړوند یو څه قانع ښکارېدل، خو مشران یې بیا خپل نظر او لیدلوری لري.

دا موضوع د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هغه مطلب کې راغلې چې د سولې حرکت غړو په اړه یې کښلی دی.

د دغه حرکت غړو په هلمند کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته سر ورښکاره کړی و او ان څو تنه یې د طالبانو له لوري یوه نامعلوم لوري ته بیول شوي وو، خو بیا وروسته وویل شول چې دوی نوزاد ولسوالۍ ته بیول شوي وو.

ورځپاڼې لیکلي، دغه ډله تر اوږده ځنډ وورسته بالاخره په دې وتوانېده چې د حکومت له وسله‌والو مخالفانو سره له نږدې وګوري، چای او ډوډۍ ورسره وخوري او د سولې په رابطه خپل نظرونه سره تبادله کړي.

ورځپاڼې د سولې ولسي حرکت د غړو له قوله لیکلي چې طالبانو هم د دوی په څېر سولې ته لېوالتیا لرله، خو دواړه لوري یعنې مشران سره ورته ښکارېدل. ځکه یو لوری هم هغسې ځان‌تېرېدنې ته حاضر نه‌برېښي چې په افغانستان کې جګړه ختمولی شي.

نیویارک ټایمز لیکي، د سولې ولسي حرکت یوه غړي ورته ویلي، کله چې دوی له عامو طالبانو سره خبرې وکړې، هغوی د سولې په رابطه یو څه قانع برېښندل، خو مشرانو ویل تر هغو چې د دوی غوښتنې نه‌وي منل شوې نظرونه یې نه‌بدلېږي.

شریک کړئ

ورته مطالب