Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره سمه سوله کوي نو ولس به هم دوی ته په خپله غېږ کې ځای ورکړي، خو په خبره يې که له سولې د يادې ډلې هدف قدرت ته رسېدل وي، نو حکومت به یې پر وړاندې ودرېږي.

ولسمشر غني چې د داووس نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې يې په یوه بحث کې خبرې کولې زياته کړه، د وسله‌والو طالبانو جنګیالي له جګړې ستړي شوي خو په خبره يې مشران یې تجارت کوي او له سولې څخه واک ته د رسېدو لپاره د وسیلې په توګه استفاده کوي.

ولسمشر غني په دې اړه وويل:

«ایا طالبانو چمتو دي چې شخړې ختمې کړي؟ که چېرې دا غواړي افغان ټولنه هم چمتو ده چې دوی بېرته ومني. خو که چېرې یې د سولې له خبرو هدف د ټولنې او حکومت را پرځول وي نو بیا به ټولنه اوحکومت د دوی پر وړاندې ودرېږي.»

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې د ۲۰ او ۲۱مې پېړیو هېڅ جګړه له سیاسي جوړجاړي پرته نه ده حل شوې او په وينا يې همدې اصل په کتو چمتو دی چې د جګړې ختمولو په هدف مذاکراتو ته لاړ شي.

ولسمشر غني د دغه بحث پرمهال په جګړه کې د وسله‌والو طالبانو قووت ته هم اشاره درلوده او زياته يې کړه چې دغه ډله د جګړې په ميدان کې پياوړې نه ده خو زياتوي چې د طالبانو قووت منفي او په تاوتریخوالي ولاړ دی.

نوموړي د افغانستان ورانې شخړې د حل لپاره وروستيو هڅو ته په پام یو اړخیز چلند غير عملي وباله او په دې برخه کې يې د سيمې او نړۍ د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د افغانستان اوبو او لمر پر انرژۍ، گازو او پر نورو طبیعي زیرمو په پانګونې ټینگار سره وویل، هېواد یې بېوزله نه بلکې پانګه يې بايد د خلکو هوساینې لپاره مصرف او سمه مدیریت شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب

ځانګړي راپورونه

د ناکامورا میراث؛ درې لسیزې بشرپالنه