Post Image

د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په تړاو نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نړیوالې ټولنې او حکومت ګډه غونډه جوړه شوه.

دې غونډې ته په خبرو کې ولسمشر غني په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو تروریستي برید په سختو ټکو وغانده او یو ځل بیا یې د قربانیانو کورنیو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې د اجنډا مطابق په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې لپاره د بودجې د تدارکاتو پر موضوع د بحث پرمهال ولسمشر غني لارښوونه وکړه چې له ځنډ پرته دې سر له نن څخه د تدارکاتو موضوع پیل شي او د ملي تدارکاتو کمېسیون دې د اړتیا وړ پاتې تخنیکي لوازمو د برابرولو پړاوونه بشپړ کړي.

خبرپاڼه زياتوي، همدارنګه د ټاکنو د بودجې پر موضوع له مفصل بحث وروسته د مالیې وزارت ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودجې جزئیات نن نهایي او په هغه کې به د دولت د بودجې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو کچه مشخصه شي.

ولسمشر غني د ټاکنو پر شفافیت او د ټاکنو په پروسه کې د دولتي مسوولینو پر عدم مداخلې د ټینګار ترڅنګ، د ټاکنو بهیر دقیقه څارنه د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره ارزښتناکه وبلله او له نړیوالې ټولنې او د ټاکنو اړوندو بنسټونو څخه یې په ټینګار د ټاکنو پروسې د هر پړاو د دقیقې څارنې غوښتنه وکړه.

شریک کړئ

ورته مطالب