Post Image

په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ایم» پرغړو بريد شوی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۴۰ تنه پکې ټپيان شوي دي.

 د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، د دې غورځنګ يو شمېر غړو نن د شمالي وزيرستان په مچه مدخېل سيمه کې لاريون کاوه چې د پوځ له لورې پرې ډزې وشوې.

پښتين پر خپل ټوېټر ليکلي، د محسن داوړ په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شوي او د علي وزير او ډاکټر ګلم علم په ګډون يو شمېر نور نيول شوي.

پښتين د پاکستان پوځ مطبوعاتي مسوول اصف غفور تورن کړی چې د پي ټي ام پر ضد يې تبليغات کړي او همده د دې بريد لپاره فضا برابره کړې ده.

پښتين ژمنه کړې چې د پښتنو د ساتنې غورځنګ به خپلو سوله ييزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

لومړني جزیات:

بلخوا د دغه غورځنګ غړې ثنا اعجاز ویلي چې محسن داوړ او علي وزیر له دغې پېښې روغ وتي، خو  ۴۰ تنه پکې ټپيان شوي دي.

Security personnel opened fire on peaceful protesters in North Waziristan including Mohsin Dawar & Ali Wazir, who are thankfully safe. @Aliwazirna50 & Dr Gul Alam have been arrested & over 40 workers have been injueed and shifted to Miran shah& Bannu hospitals.#StateAttackedPTM

— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) May 26, 2019

 

په دې اړه به نور جزيات وروسته پرلیکه شي.

شریک کړئ

ورته مطالب