Post Image

د افغانستان حکومت وایي، لکه څرنګه چې د امریکا پخواني سناتوران او چارواکي له طالبانو سره د سولې هوکړې ناوړه پایلو ته اندېښمن دي دوی یې هم اندېښمن کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، له همدې کبله حکومت د دې سند په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ترڅو یې ناوړه پایلې او ګواښونه په پوره دقت سره تحلیل شي او د خطرونو مخنیوی وکړي.

صدیقي ويلي:

«د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې د ټولو هغو پرمختګونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای او تلپاتې سولې لامل وګرځي.»

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې په اړه  د افغانستان حکومت اندېښنه داده چې د دې سند سره د تړلیو ناوړه پایلو او خطرونو څه ډول مخنیوی وشي.

صديقي زیاته کړې، افغانان سوله غواړي او د افغانستان حکومت د دې پروسې پیلونکی دی، د مشورتي لویې جرګې دایرول، له شرطونو پرته طالبانو سره خبرې او تېرکال اوربند د سولې پروسه کې د افغان حکومت عملي ګامونه دي.

ارګ په داسې حال کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له ناوړه پایلو اندېښنه لري چې پخوانیو امریکایي سناتورانو او چارواکو ویلي وو چې له افغانستانه د سرتېرو اېستل به په دې هېواد کې د کورنيو جګړو د پيل لامل شي.

نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی، که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له یوه داسې حقیقي جوړجاړي مخکې چې افغان حکومت هم په‌کې دخیل وي، خپل سرتيري له دې هېواده وباسي افغانستان به یوې بشپړې کورنۍ جګړې سره مخ شي.

دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستانه د سرتېرو په اېستلو کې بېړه ونه‌کړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکایي پلاوی او طالب استازي د قطر په مذاکراتو کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دغو پخوانیو امریکايي چارواکو په یوې ګډې خبرپاڼې کې ویلي، له افغانستانه په زیات شمېر د سرتېرو اېستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یوې رښتینې هوکړې وروسته وي نه مخکې.

په خبرپاڼه کې راغلي:

«د امریکايي سرتېرو په شمېر کې لومړنی کمی باید دومره زیات یا دومره چټک نه‌وي چې طالبان باور وکړي پوځي بریا ترلاسه کولای شي.»

دغو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو د امریکا د هر هغه اقدام پر ضد خبرداری ورکړی چې په‌کې د افغانستان حکومت له پامه وغورځول شي.

دغه پخواني ډیپلوماتان یوه ورځ وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو د وتلو په ګډون په اصولو کې پر څلورو مواردو یوې هوکړې ته رسېدلي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل؛د بین‌الافغاني خبرو پیل او  بشپړ او دایمي اوربند هغه موارد دي چې دواړو لوریو پرې هوکړه کړې.

بل‌خوا زلمي خلیلزاد ویلي:

«که د امریکا او طالبانو ترمنځ دا هوکړه نهایي شي، امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې له پنځو پوځي اډو ۵۰۰۰ امریکایي سرتيري وباسي.»

خليلزاد زیاته کړې، طالبانو سره د شوې هوکړې په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګډون یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي وروستۍ پرېکړه کوي.

نوموړي د دې اونۍ په پيل کې کابل ته راغی ترڅو له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې جزئیات د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر چارواکو او سیاسیونو سره شریک کړي.

طالبانو تل د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرې رد کړي او له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل هغه شرط دی چې طالبانو پرې تل ټینګار کړی او ویلي، که داسې ونه‌شي، نو بین‌الافغاني خبرو ته نه‌کېني.

امریکايي ډیپلوماټانو ویلي، طالبانو ته د دې لار ورکول چې د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي، دې ډلې ته دا واک ورکوي چې دوی له چا سره خبرې وکړي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره هم‌مهاله د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د خونړیو بریدونو شاهدان وو.

طالبانو د تېرې شنبې په ورځ هڅه وکړه کندز ښار ونیسي او د ګاونډي ولایت بغلان پر مرکز پلخمري یې هم بریدونه وکړل، خو امنیتي ځواکونو طالبان په شا وتمبول.

کابل ته د خليلزاد له سفر سره هم‌مهاله د دوشنبي په ماخوستن طالبانو د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې موټربم برید وکړ چې د چارواکو په وینا ۱۶ ولسي وګړي یې ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپيان کړل.

بل‌خوا رسنیو راپور ورکړی چې د سولې هوکړې پر سر د خلیلزاد او ولسمشرغني تر منځ اختلاف رامنځته شوی، خو ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، لسمشر غني نه غواړي چې له طالبانو سره هوکړه د اسلامي امارت په نوم لاسلیک شي، دغه راز خلیلزاد د سولې له هوکړې سره په خوا کې ورته نوې پاڼه هم مخته ایښې چې په هغې کې به ټاکنې ځنډېږي او انتقالي حکومت به راځي.

د ارګ سرچینو رسنیو ته ویلي:

« ولسمشر خلیلزاد ته ویلي چې ستاسې د مذاکراتو پروسې چې تر اوسه نتیجه ور نه کړه نو نه شي کېدای چې افغانان د طالبانو د راتګ لپاره لومړی جمهوریت سقوط کړي او بیا چې د طالبانو څه خوښه وي هماغسې نظام راشي.»

شریک کړئ

ورته مطالب