Post Image

د صحت طفل یا اندراګاندي روغتون مسوولین وايي، د موسمي ناروغیو له امله هره ورځ دغه روغتون ته  ۴۰۰ماشومان ور وړل کېږي.

په کابل کې د یاد روغتون چارواکي زیاتوي چې دغه ماشومان تر ډېره په اسهال، کلرا، محرقه، ملاریا او یا سینه-بغل مبتلا وي.

د صحت طفل روغتون مشر ډاکټر نورالحق یوسفزي انسان نیوز ډېسک ته وویل چې دغه روغتون ته هره ورځ ۱۰۰۰تنه ماشومان ور وړل کېږي چې ۴۰۰په کې په موسمي ناروغیو اخته وي.

د یوسفزي په خبره، د چاپېریال ککړتیا، د حفظ‌الصحې نه مراعاتول، د ماشومانو خوړو ته نه‌پاملرنه، د ککړو اوبو څښل او نور... د موسمي ناروغیو په تېره بیا اسهال، کلرا او سینه‌- بغل عمده عوامل دي.

د اندراګاندي روغتون مشر زیاته کړه:

«په روغتون کې مو دوه اضافي وارډونه په نظر کې نیولې او هره ورځ لسګونه ماشومان په کې بسترېږي.»

بل لور ته د داخله ناروغیو متخصصین وايي، که چېرې په اوړي کې د کورنیو له لوري د ماشومانو حفظ‌الصحې ته پاملرنه وشي، شونې ده چې په موسمي ناروغیو یې د اخته کېدو کچه راښکته شي.

د ماشومانو او داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمد اکبر ځاځی همدا خبره کوي. د نوموړي په خبره د تودوخې په موسم کې ډېره ځله ماشومان په اسهال، کلرا، ملاریا او محرقې اخته کېدای شي. ځاځي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

« په اوړي کې تر ډېره هغه ناروغۍ زور اخلي چې د هوا، اوبو او چاپېریال له ککړتیا سره نېغ په نېغه اړیکه لري، که حفظ‌الصحه مراعات شي، ترکاري په پټاسو او مالګې ومینځل شي، پشه‌خانې وکارول شي د ډېرو ناروغیو مخه به مو نیولې وي.»

د ماشومانو او داخله ناروغیو بل ډاکټر عارف حسن‌زی هم ټینګار لري چې د هوا په تودېدو سره باید د ماشومانو حفظ‌الصحې ته ځانګړې پاملرنه وشي. نوموړي په دې اړه انسان نیوز ډېسک ته وویل:

«هره ورځ ۱۷-۱۸تنه ماشومان راته راوړل کېږي، څوک ملاریا وي، څوک محرقه لري، څوک سینه-بغل او څوک هم اسهال او استفراق لري. یعنې ۸۵سلنه ماشومان له موسمي ناروغیو ځورېږي.»

له پلازمینې کابل ورهاخوا د هېواد په شمالي ولایتونو په تېره بیا بلخ کې هم موسمي ناروغیو د ماشومانو ورځ بده کړې ده.

له بلخ څخه رارسېدلي راپورونه ښيي چې دغلته د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۲۰تنه ماشومان د اسهال او سینه-بغل له امله مړه شوي دي.

په مزارشریف کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول عبدالرووف فروغ په خبره، د هوا له ګرمېدو سره موسمي ناروغۍ په ځانګړې توګه اسهال په ماشومانو کې ۲۰سلنه زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د ورځې څه باندې ۳۰۰ ناروغان د درملنې په پار دغه روغتون ته مراجعه کوي چې له دې ډلې د هغوی ۱۰۰تر ۱۲۰تنه یې بسترېږي.

د موسمي ناروغیو زیاتېدو په اړه اندېښنې داسې مهال ډېرې شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش د کال په پیل کې ویلي و، هره ورځ ۲۶تنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د اسهال له امله مري چې په کال کې ۹۵۰۰تنه کېږي.

لاکن د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له انسان نیوز ډېسک سره په خبرو کې وویل چې د تېر کال په نسبت سږکال په موسمي ناروغیو کې کمی راغلی او د تلفاتو کچه یې راښکته ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، موسمي ناروغۍ ځکه راکمې شوې چې د پخوا په نسبت د خلکو پوهاوی زیات شوی او د ماشومانو حفظ‌الصحې ته ډېره پاملرنه کېږي. مایار په دې اړه زیاته کړه:

«پخوا د موسمي ناروغیو او ماشوم حفظ‌الصحې په اړه د خلکو پوهاوي کچه ټیټه وه،؛ نو ځکه ناروغي او د ماشومانو تلفات زیات و، خو اوس دغه پوهاوی خورا ډېر زیات شوی.»

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۸میلادي د وروستیو درېیو میاشتو راهیسې د روان ۲۰۱۹میلادي کال تر جولایه پورې د موسمي ناروغیو ۷۵زره پېښې د ټول هېواد په کچه ثبت شوې چې ۱۴۳په کې د ماشومانو مړینې پېښې دي.

روغتیاپالان د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نه‌لاسرسی، د هوا او چاپېریال ککړتیا، د خوراکي توکو په تېره بیا د ناپاکې سبزۍ خوړل او په ټوله کې د حفظ‌الصحې نه‌مراعاتول او په پرانېستې فضا کې بېدېدل، د موسمي ناروغیو په تېره بیا اسهال، کلرا، محرقې او ملاریا ناروغیو د زیاتېدو عمده لاملونه بولي.

شریک کړئ

ورته مطالب