Post Image

د اکټوبر دويمه چې د عدم تشدد له نړيوالې ورځې سره برابره ده هر کال په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو علمي غونډو او سيمنارونو په جوړولو سره نمانځل کېږي.

دا ورځ په افغانستان کې هم د علمي غونډو په جوړولو سره نمانځل کېږي او په کې د افغانستان روان وضعيت پر مهارولو له عملي پلوه بحثونه کېږي.

يو شمېر افغان فعالان د يادې ورځې په مناسبت په خپلو خبرو کې ټينګار کوي چې د مهاتماګاندي او پاچاه خان عدم تشدد له فلسفې په استفادې سره دې په افغانستان کې روان تاوتريخوالی ودرول شي.

د دوی له ډلې عطاءالله حيران وايي، افغانان له څو لسيزو راپدېخو د روانې جګړې قربانيان دي او په خبره يې اوس د دې وخت را رسيدلی چې د عدم تشدد لار خپله او په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه ودرول شي.

نوموړی زياتوي چې د عدم تشدد فلسفې تطبيق په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو تر ټولو ښه او غوره لاره ده چې په تړاو يې بايد خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

نوموړي په دې اړه انسان نيوز ډېسک ته زياته کړه:

«د جګړې او تاوتريخوالي په کمولو کې دا فلسفه ډېر ښه رول لوبولی شي. خو په دې شرط چې د عامولو لپاره يې حکومت د يوه مسوول نهاد په توګه خپل مسووليت ښه ترسره کړي. ځکه افغانان له جګړې ستړي شوي او د دې فلسفې منلو ته چې کاملاً اسلامي ده د افغانانو ذهن ښه اماده شوی دی.»

د عدم تشدد فلسفې يو شمېر نور لارويان هم په اوسنيو شرايطو کې د يادې فلسفې تطبيق اړين بولي او زياتوي چې له دې لارې په افغانستان کې د روانې افغان وژنې مخنيوی کېدای شي.

مدني فعال او د عدم تشدد فلسفې لاوری فريد احمد تسکين وايي، د عدم تشدد لارې خپلول په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو ترڅنګ د سولې له روانو هلو ځلو سره هم مرسته کولی شي.

نوموړی ټينګار کوي چې تاوتريخوالي کمولو او سولې ته د رسېدو په هدف دې د عدم تشدد فکر عامولو په موخه لويې غونډې او سيمنارونه ترسره شي:

«د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ټوله کې حکومت بايد ځينې ميکانيزمونه چې د عدم شدد خلاف وي، تغير کړي او د مهاتما ګاندي او پاچاه خان نظريې بايد د چاپ او نورو ممکنه ادرسونو له لارې خلکو ته ورسوي. څو خلک د عدم تشدد په اصلي مفهوم پوه شي.»

د عدم تشدد فلسفه په ټولنه کې د تاوتريخوالي ضد هغه تفکر دی چې د مهاتما ګاندي له ژوند او مبارزې سرچينه اخلي.

مهاتماګاندي پوره ۱۵۰ کاله وړاندې د هند په ګجرات ايالت کې وزږېد او د خپلې ځوانۍ پرمهال يې د تشدد ضد عدم تشدد مبارزه د لومړي ځل لپاره په افريقا کې پيل کړه او تر هغې وروسته دا مبارزه په بريتانوي هند کې د استعمار پر وړاندې د يوه لوی ملت د رهبري کولو پر محور بدله شوه.

د نوموړي دې مبارزې ته په سانسګريټ ژبه کې د «سانتياګرا» نوم ورکړل شوی چې حقيقت ته د رسېدو لپاره د هڅې او کوښښ په مانا دی.

مهاتما ګاندي د خپلې مبارزې پرمهال له سوله‌ييزو لارو د مسايلو د حل هڅه کړې او له همدې کبله په هند کې نوموړي ته د پلار خطاب کېږي.

ګاندي د خپلې عدم تشدد مبارزې په ترڅ کې له بريتانيا د هند د ازادۍ په لومړيو کې په ۱۹۴۸م ميلادي کال د جون پر ۳۰مه ماښام مهال د «ډیلي البقرق روډ» سیمې «بیرلا هاوس» ودانۍ کې ووژل شو او په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د نوموړي مبارزې ته د درنښت په هدف ملګرو ملتونو د اکټوبر دويمه چې د ګاندي د زږېدو له ورځې سره برابره ده، د عدم تشدد نړيوالې ورځې په نوم ونوموله.

شریک کړئ

ورته مطالب