Post Image

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پاکستان ته به د ولسمشرغني سفر تشریفاتي نه‌وي، بلکې د عملي کار غوښتنه به وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي وایي، افغانستان حکومت له دې وروسته د تشریفاتو په اړه هېڅ فکر نه‌کوي، پاکستان باید عمل وکړي.

د افغانستان حکومت داسې مهال له پاکستان څخه د عمل غوښتنه کوي چې دې هېواد ډېر کله ژمنې کړې، خو په عمل کې یې څه نه‌دي ښودلي.

ټاکل شوې ولسمشر غني د جون په ۲۷مه پاکستان ته لاړ شي او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

پاکستان د افغانستان سولې په رابطه د خپلو ژمنو نه پوره کولو له امله له سختو انتقادونو او نیوکو سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان په مشرۍ یو پلاوی اسلام‌اباد ته تللی و او هلته یې له خپل پاکستاني سیال سهیل محمود سره وکتل.

دوه اوونۍ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د اسلامي همکاریو سازمان غوندې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل.

شریک کړئ

ورته مطالب